Monthly Archives: اکتوبر 2018

شاهد اپریدی: افغانستان مې خپل ځای دی

د پاکستان د کرکت مشهور لوبغاړی شاهد اپریدی وايي چې له افغانستان سره د مینې په خاطر په افغان کرکټ لیګ کې لوبیږي. د پاکستان د لوبډلې دغه پخوانی کپټان اوس د شهزاد محمدي په مشرۍ په (ګلبهار افغانستان شل اوریز لیګ) کې د پکتیا په لوبډلې کې دی. نوموړي امریکاغږ ته وویل “افغانستان سره زما یوه مینه ده، یوه ...

Read More »

د ولسي جرګې کاندید عبدالجبار قهرمان ووژل شو

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې، ولسي جرګې ته کاندید د عبدالجبار قهرمان د انتخاباتي کمپاین په دفتر کې چاودنه شوې ده. د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکا غږ آشنا ته وویل، عبدالجبار قهرمان په چاودنه کې وژل شوی دی او څلور تنه نور ټپیان دي “له ډیره بده ...

Read More »

پاکستان یو قاضي په ISI د نیوکو له کبله د کاره لیری کړ

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلام اباد د عالي محکمې یو قاضي شوکت عزیز صدیقي د “ناوړه چلند” په تور د دندې نه لیرې کړ د پاکستان د قانون وزارت د پنجشنبې په ورځ ( اکتوبر ١١) په یوې اعلامیې کې وایي چې ولسمشر عارف علوي د دغه ملک د سترې محکمې د قضایي شورا سپارښتنه ومنله او قاضي ...

Read More »

د بخښنې نړیوال سازمان د گلالۍ اسماعیل په موقتي توقیف اندیښنه ښودلې

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستاني مقاماتو له لورې د اسلام آباد په هوایي ډگر کې د بشري حقونو د پښتنې فعالې گلالۍ اسماعیل په موقتي نیولو اندیښنه ښودلې او د پاکستاني مقاماتو دا کار یې غندلی دی. د بشري حقونو پښتنه ټولنیزه فعاله گلالۍ اسماعیل له لندن نه پاکستان تر ستنیدو وروسته د اسلام اباد په هوایي ډګر کې ...

Read More »

یکه غونډ کښې د ګرانۍ پۀ ضد د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي لاریون

یکه غونډ کښې د ګرانۍ پۀ ضد د عوامي نېشنل ګوند احتجاجي لاریون ضلع مومند(خپل وطن ډاټ کام) پۀ ضلع مومند تحصیل یکه غونډ کښې د عوامي نېشنل ګوند لخوا پۀ ملک کښې د ګرانۍ پۀ خلاف یوه احتجاجي مظاهره وشوه چې پکښې د یکه غونډ خلکو شرکت وکړو. احتجاجي مظاهرې ته د اے اېن پي ضلع مومند صدر نثار ...

Read More »

ننګرهار کې د ملکیانو مرګ-ژوبله دو برابره ډېره شوې – یوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي دي. یوناما وايي د ۲۰۱۸م د جنورۍ له پيل نه د سپتمبر ۳۰ پورې په جګړو او امنیتي پیښو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۵۲۵۲ نور ژوبل شوي دي. یوناما وايي د نورو کلونو ...

Read More »

پاکستانۍ کلداره د ډالر مقابل کې په بیسارې ډول لویدلې

په پاکستان کې د کلدارې بیه د ډالر په مقابل کې په بیسارې ډول رالویدلې ده. د پاکستان حکومت وایي چې د نړیوال وجهي صندوق نه پور غواړي چې کمزورې اقتصاد وژغوري خو په پاکستان کې په یوه ورځ کې د ډالر په مقابل کې د کلدارې بیه د ١٢۴ نه ١٣٩ ته ورسیده. د پاکستان حکومت وایي چې د ...

Read More »

شهباز شریف د اداري فساد په تور بندي شو

د پاکستان د پخواني صدراعظم ورور شهباز شریف د اداري فساد په تور بندي شوی دی. د پاکستان د اداري فساد ضد ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د حکومت د مخالف گوند مسلم لیگ نواز د گوند مشر شهبازشریف، یې د اشیانه په نامه د ارزان قیمته کورونو په جوړولو کې د فریبکارۍ او جعل په تور نیولی ...

Read More »

غني: د هرات ټول تاریخې آبدات باید ثبت شي

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، په هرات ولایت کې د ټولو تاریخي آبدو پر ثبتولو او ساتنې ټینګار وکړ. ولسمشر غني، چې د سې‌شنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۷) په ارګ کې د “خواجه عبدالله انصاري او ملکه ګوهرشاد بیګم” په یادغونډه کې وینا کوله وویل، چې د افغانستان د ملي معمارۍ په توګه باید د تیموري دورې د معمارۍ د ...

Read More »

د فراه چارواکي: طالبان مو په معیاري توګه د پولیو ضد واکسین نه پریږدي

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست وایيد دې ولایت په نا امنه ولسوالیو کې ځینې وسله وال طالبان د پولیو واکسین د تطبیق مخ نیوی کوي.هغه زیاتوې که څه هم وسله وال طالبان په مستقیمه توګه د پولیو واکسین سره مخالفت نه کوي، خو ځینې واکسیناتورانو ته اجازه نه ورکوي، چې پولیو واکسین په معیارې توګه پلۍ شي. د ...

Read More »

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow