Monthly Archives: سپتمبر 2018

معشوق سلطان نیمه پېړۍ خپل کلتور پاللی ؤ خو پښتنو دوؤ کالو کې هیره کړه

دپښتو د وتلې سندرغاړې معشوق سلطان د مړینې دوه کاله پوره شول خو هغه په دغو دوؤ کالو کې له مړینې وروسته بیا هیچا یاده نه کړه . صدارتي ایوارډ یافته پښتنې سندرغاړې معشوق سلطان دنیمې پیړې نه زیات دپښتو ژبې اؤ هنر خدمت کړی اؤ ستر هنرمند استاد خیال محمد وایي د معشوق سلطان په څير لویې فنکاران چرنخ ...

Read More »

دهندي فلمونو په مشهور ستوري نانا پاټېکرباندې د جنسي زېاتي تو رونه لګېدلي

د امريکا د هالي ووډ فلم انډسټرۍ وروسته د هندوستان په بالي ووډ کې هم ښځینه فلمي ستورو د جنسي زؤرونو په ضد غږ پورته کړی دی. د بالي ووډ اداکارې تانوشري دته په کال ۲۰۰۸م کې ويلي ؤ چې يو ملګري اداکار ورسره د شوټنګ په وخت په جنسي توګه زورؤلې وه خو هغه وخت يي د چا نوم ...

Read More »

د پولیو بله پېښه؛ افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۵ ته ورسېدې

په کندهار کې د پولیو یوه بله تازه پېښه ثبت شوه چې په دې سره په افغانستان کې سږکال د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۱۵ ته لوړ شو. دا دوه کلنه ګوزن شوې ماشومه د کندهار ښار په ختیځه برخه ښوراندام کې اوسیږي. تر دې مخکې په کندهار کې د پوليو اوه نورې پېښې هم شوې وې. د جنوبي ...

Read More »

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په آسیا کپ کې د کرکټ د ځینو نړیوالو مبصرینو په وینا تر ټولو ښې،

افغانستان په اسیا کپ کې خپلې لومړۍ دوه لوبې د سرېلنکا او بنګله دیش څخه وګټلې او د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې یې خپله لوبه د هند سره یې مساوي کړه او پر پاکستان او بنګله دیش یې په وروستي اور کې وبایلله. د کرکټ ډېرو اوسنیو او پخوانیو مشهورو لوبغاړو او مبصرینو افغانستان د دغو سیالیو غښتلې ...

Read More »

پاکستان وايي، د کشمیر برهان واني مجاهد دی نه ترهګر

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي، پاکستان په هندي کشمير کښي جګړه مارو ته د مجاهد او ازادي غوښتونکي په سترګه گوري نو ځکه یې د برهان واني په ياد د ډاک (پوسته خانه) ټېکټونه چاپ کړي دي. نوموړي دا خبره نن د پاکستان سنېټ ته په داسې وخت کې کړېده چې هند په پاکستان باندې له ...

Read More »

اسفنديار ولي خان: غداري منم خو کالاباغ ډیم نه منم

د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار گواښ ته نیغ په نیغه ځواب کې دپښتون ملت پالي عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان ويلي دي د غدارۍ مقدمې ته تیار دی خو کالاباغ ډیم نه مني. هغه وویل، “سپريم کورټ دې زما خلاف ارټیکل ٦ (دغدارۍ مقدمه) جوړه کړي. هسې هم د غدارۍ تور زما د پاره ...

Read More »

د راؤ انوار د ضمانت ختمولو خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی شوی

کراچۍ —  د جنوبي وزیرستان د ۲۷ کلن زلمي نقیب الله مسيد په وژنه تورن راؤ انوار پرضد سندهـ هايکورټ هغه خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی چې پکې د عدالت نه د راؤ انوار د ضمانت ختمولو غوښتنه شوې وه. د نقيب مسيد د پلار محمد خان وکيلانو سندهـ هايکورټ ته درې خواستونه کړي چې پکې يو د راؤ ...

Read More »

ملگري ملتونه: په یمن کې د سخت قحط خطر دی، په لویه شمېره کې خلک ژوند دلاسه ورکولی شي

د ملگرو ملتونو د انساني امداد د څانگې مشرخبرداری کړی دی چې په یمن کې سخت قحط راتلونکی دی او د دې د لاسه په لویه کچه د انسانو د مرگونو خطر دی. مارک لوکاک د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وویل چې په یمن کې امدادي کارکونکي د قحط خلاف جنگ بېلونکي ...

Read More »

ښه ښځه ، خرابه ښځه

واشنگټن —  نن سحر چي مي د پاکستان د خبرونو نه ځان خبرولو دپاره اخبارونه کتل نو نظر مي په یو خبر پرېوتو. د خبرعنوان وو “رېحام خان د ښځي یو بدترینه مثال دی”. رېحام خان د پاکستان تحریک انصاف د مشراو د موجوده وزیراعظم عمران خان مېرمن پاتې شوې. رېحام خان نن سبا د خپل ‏ژوند په حقله لیکلي ...

Read More »

ایشیاء جام:روایتي رقیبان پاکستان اؤ هند سبا بیا یو بل سره مقابلې ته اوځي

پېښور —  دمتحده عرب اماراتو په ابوظهبي کې دایشیاء جام دکرکټ روانو سیالیو کې سبا یوه بله مهمه مقابله ددوؤ ګاونډي رقیبانو پاکستان اؤ هندوستان د لوبډلو ترمینځ کیږي. تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې دپاکستان هندوستان د لوبډلو ترمینځ یوه مقابله شوې چې هند دغه مقابلهدپاکستان نه په اتوؤ وکټونو ګټلې ده. دکرکټ دسیالیو په سوپر فور پړاؤ کې سبا دهند اؤ پاکستان لوبډلې وروسته له هغې یو بل ته مخ کیږي چې دهنددلاسه بنګله دیش اؤ‌ دپاکستان دلاسه افغانستان ماتې وخوړله. په سبانۍ سیالۍ کې که هره لوبډله بریالۍ شوه نو دایشاء جام روستۍ یا فائنل سیالۍ کې لوبیدلو ته به یې لارههواره شوي اؤ بائیلودونکې ډله به بیا چانس ته پاتې وي. دابوظهبي په شیخ زید لوبغالي کې کیدونکې دغه مهمه سیالي به سبا(یکشنبه)دپاکستان په وخت ماذیګر څلور نیمېبجې پیل کیږي د لوبې کتلو دپاره دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ بیلابیلو هیوادونو څخه په لویې شمیر د کرکټ مینه وال ابوظهبي ته رسیدلي اؤ په ټولنیزو رسنیو هم خلک د کرکټ دې سیالیو کې زیاته خوښي ښکاره کوي

Read More »

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow