ډاکټرآیاز یوسفزی

حضرت بایزید پير روښان ( آیاز یوسفزی )

پُښتون قام د مذهب پهٔ اړه ډېر حساس دی او همدغه لامل دی چې تل د وخت سامراج د مولا، پير او مذهب پهٔ نوم تېر اېستلی دی. هر ځل چې دې قام د سامراج خلاف پاڅون کړی دی نو سامراج ورته پير، مرشد، مولا او مذهب مخې ته ډال کړی دی. مغلو هم لهٔ دغه لارې د پُښتون قام ...

Read More »

اور د خپله سره مړ کړه ‌‌‌‌‌‌( برما ) ډاکټر آیاز یوسفزی

يوۀ ډېر خواږۀ ملګري مې راته لږه شېبه وړاندې مېسج وکړو چې تۀ خو پۀ پښتنو بلها ډېر ليکل کوې، چرته د برما د مُسلمانانو پۀ اړه هم څۀ وليکه کنۀ. ما ورته وويل زما خوږه وروره دا ډېره اوږده کيسه ده او پۀ ميسج کې یې ليکل ناشونې دي. خو لنډه به درته دا ووايم چې وړومبی خو ستا ...

Read More »

اوس به دې مور کونډه شي‌ ( ډاکټر آیاز یوسفرے )

د ليدلو او اورېدلو تر منځه لوی توپیر وي. اکثر خلک چې خبره کوې نو آسمان ته منجيلې تړي خو چې خبره بل شان شي او هر څۀ پۀ خپلو سترګو وویني نو بیا د تېښتې لاره ګوري خو اکثر ترې بیا لاره ورکه وي. نيکۀ مې دې خدای وبخښي، کیسه یې کوله چې کله د دير خلک کشمير ته ...

Read More »

د خپل سېله بيله مرغۍ ( ډاکټر ایاز یوسفزی )

تېره ورځ ماسخوتن ناوخته لۀ ریاض نه مدینې منورې ته راورسېدم. بیا مې لۀ هغه ځایه ینبع البحر ته د تګ اراده وه. چې ومې کتل نو یو ګاډی بیخي روان و. عرب ډرائیور راته وې راځه یو کس راسره کم دی. نو کښېناستم ورسره. زما سره پۀ خوا کې یو سور سپین هلک ناست و. ښایسته سوچه ږېره یې ...

Read More »

23م اپریل، د پُښتون تاریخ یو توره ورځ ( ډاکټر آیاز یوسفزے )

پهٔ پُښتنه خاوره هر جابر او غاصب تر خپله وسه د خپل جبر او زورواکۍ نخښې پرېښې دي. دې سيمې ته کهٔ سيکهان راغلي دي کهٔ پيرنګیان، کهٔ د پيرنګیانو وارثان او د پُښتنو پهٔ خپله جامه کې پټ دُشمنان، هر یو پهٔ خلاص مټ د دې خاؤرې پهٔ وګړو بلها قیامتونه تېر کړي دي. خو د هر قیامت سره ...

Read More »

ولې ته مُسلمان نه یې څه؟ ( ډاکټر ایاز یوسفزی )

وائي چې د عیسٰی علیه السلام پۀ وخت کې پۀ یو کلي کې څۀ کسان راټول شوي وو. یوه جینۍ د هغوي پۀ مینځ کې ناسته وه. ټولو خلکو پۀ لاس کې کاڼي نیولي وو. نزدې وه چې جینۍ یې سنګسار کړې وه. خو دې پۀ دغه وخت کې عیسٰی علیه السلام راپېښ شو. تپوس یې وکړو چې څۀ کیسه ...

Read More »

ځکه چې تاسو هم ډېر مهم یئ ( ډاکټرآیاز یوسفزی )

ليک: ښاغلی ضیاءالدین یوسفزے ژباړه:  ډاکټر آیاز یوسفزے زهٔ چې کله پهٔ ښهٔ او بد پویه شوی یم نو د هغه وخت نه تر دې دمه یواځې یو شان تقریرونه(وئيناوې) بیا بیا اورم د بسم الله او درود شریف د لوستو نه پس د خپلې وئينا د سرليک اعلان، د هغه سرليک پهٔ اړه د قُرآن پاک د آیتونو او ...

Read More »

مړه نو سړی به څنګه نهٔ خفه کيږي؟ ( ډاکټرآیاز یوسفزی )

چې الوتکه کله د پېښور ښار ته نزدې شوه نو د عملې ښځينه کارګرې اعلان وکړو چې د خېره مونږه به درنګ ساعت له د پېښور پهٔ باچاخان(رحمة الله عليه) هوائي ډګر کوزيږو. خو باید چې تر څو الوتکه پهٔ خپل ځائی سمه ودرېدلي نهٔ وي او ګېر چاپېره سپين بلبونه رڼا شوي نهٔ وي تر هغې د خپل خپل ...

Read More »

یو کيږو ګنې ورکيږو ( ډاکټرآیاز یوسفزی )

زمونږ مشر کاکا د کلي خوا ته پهٔ شریک غر کې بلها ډېر ځائی نيولی دی. ځان له يې ساتي. د کلي خلک ورته نهٔ پريږدي. نو یو ځل ورته یو مشر اووې چې ملک صېب چې د قیامت پهٔ ورځ الله ته مخامخ شې او هغه درنه تپوس وکړي چې ولې دې د ټول کلي حق نيولی وو؟ نو ...

Read More »

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow