عکسونہ

کابل جانه! ھېرول دې ڰران دي ( سمیع خان )

د پشکال نرې نرې باران وو، کله چې ماښام کورته راغلم، نو خپلې سیاہ سرې ته مې اوییل، چې افغانستان ته نه ځو؟ په مسکا شوه او بغیر له څه دویمې خبرې يې اُوییل چې ولې نه۔ بس نو بیا نور څه وو، په تادۍ یې خپل او د عایزہ پاسپورټونه سرہ د عکسونو راکړ‎و۔ وئیل يې ھله شابه چې ...

Read More »

قندیل بلوچ او ناصر خان جان ( نوربادشاه يوسفزی )

د قنديل بلوچ روسته د دير يو ځوان د خلکو زړونه چپه کړي د پښتونخوا دير سيمه چې په ښکله, محنت, مزدورۍ, ځنګلونو, غرونو کرکارونده او تعليم کې يو ځانګړۍ نوم لري په نورو شعبو کې هم لا چا کمه نده, د دير سيمې که يو پله ښه وکيلان, پروفيسران, لوبغاړي, سياستدانان زېږولي نو بل اړخ ته ناصر خانجان په ...

Read More »

د افغانستان نوموړے انځورګر . استاد مرتضی پرديس ( عطاءالله جان اېډووکېټ سوات )

استاد مرتضی پرديس د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهن ځاے استاد وۀ.په خټه احمد زے پښتون افغان دے.د لوے کور د بد مرغيو په دوره کښې مجاهدينو خپلمنځي کورنيو جهګړو کښې د ګران استاد کور ته اور واچوۀ او هر څۀ يې ورله په اور ستي کړل.استاد سره د خپلې کورودانې او اووۀ بچو ګاونډي هېواد پاکستان ته ...

Read More »

د افغانانو د درد درد او څړيکې څريکې ژوند ريښتونې ترجمان انځور ګر ( نثار ايثار )

افغانستان چې د تيرو څو لسيزو راهسې د نړيوال استعمار په پنجو کښې ګېر دے او د دې شتمند او تاريخي هېواد غېرتمند اولس در په دراو کډه په سر دے خو بيا هم د دغې غېرتي خاوري حلالي بچي لګيا دي او د خپل وطن او خپلو خلکو د نوم روښانه کولو دپاره هڅې کوي او ټولې نړۍ ته ...

Read More »

راشد رحماني….. د لوے افغانستان نوموړے او پياوړے انځورګر ( عطا۶ الله جان )

افغانان د خپل وطن سره بې کچه مينه لري.زما د معلوماتو تر مخه د نړۍ پر مخ وجود لرونکو هېوادونو کښې افغانستان يو داسې ملک دے ددغې وطن شاعرانو يې تر بل هر هېواد زياتې د وطن د مينې نغمې ليکلې دي او سندرغاړو يې په خپلو خوږو غږونو د زړۀراښکونکو طرزونو او سازونو سره ويېلي دي.او ددې لويه وجه ...

Read More »

انګور سرطان له منځه وړي

د انګورو هسته د کلورکتال (د لویو کولمو د وروستۍ برخې) سرطان په له منځه وړو کې اغېزناکه ده او دغه راز یاده شيره د نورو هجوم راوړونکو ناروغيو مخه هم نیسي. د هغو څېړنو پر اساس چې د کلرادو په پوهنتون کې ترسره شوې دي، په ډاګه شوې چې د انګورو د هستې شیره د کلورکتال د سرطان سلولونه ...

Read More »

په نیویارک کي د جومات امام او د هغه ملګری پر ډزو وژل شوي

د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په کوینز سیمه کې د جومات یو امام او د هغه ملګری پر ډزو وژل شوي دي. دغه کسان جومات ته نژدې پر لاره روان وو چې پر سر وویشتل شول. د جومات امام ځای پرځای ووژل شو او د هغه ملګري روغتون کې ساه ورکړه. ۵۵ کلن امام مولا اکونجي دوه کاله مخکې ...

Read More »

امریکايي نظامي کارپوهانو په پټه له ایرانه لیدنه کړې ده.

ایرانۍ سرچینې وايي : څو ورځې وړاندې یو امریکايي پلاوي، چې له  ۹ کسو څخه جوړ شوی وو، ایران ته  راغلې وو او له ایراني چارواکو سره یې پټه او محرمه لیدنه  درلوده، په دې لیدنه کې  دواړو خواوو دبوینګ  الوتکو دپېراو پلور په اړه خبرې کړې دي.  دیادونې ده، چې  په پلاوي کې دوه امریکايي نظامي کارپوهان هم وو، ...

Read More »

دجاپان امپراتور اکیهیتو

دجاپان ۱۲۵ امپراتور اکیهیتو وتوانیده، چې په ډېر مهارت او زیرکتیا سره په جاپان کې امپراتوري نظام عصري او پرمختللی کړي، نوموړي په ورته وخت کې ، چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال نژادپالنه په اوج کې وه، دروغې جوړې او مینې پیغام خپور کړي. اتیا کلن امپراتور، چې دلرغونې کورنۍ استازی دی، داسې ویل کیږي، چې دا کورنۍ له ...

Read More »

د هېواد په یو شمېر سیمو کې د نا امنیو زیاتوالي او په قضايي چارو کې

د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې سږ کال په هېواد کې د جنايي جرمونو ګراف لوړ شوی دی. لویه څارنوالي وايي چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د نا امنیو زیاتوالي او په قضايي چارو کې د زورواکو لاسوهنه سبب شوې چې په هېواد کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شي. لوی څارنوال فرید حمیدي پرون یوې غونډې ...

Read More »

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow