مريم اورنګزيب دے د زنانه په حيث ناجائز فائده نه اوچته وي، شوکت يوسفزئي

د خيبر پختونخوا اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزئي وئيلي دي چې مريم اورنګزيب دے د يوه زنانه په حيث ناجائز فائده نه اوچته وي د منتخب وزيراعظم خلاف نازيبا الفاظ قابل مذمت دي
د اپوزيشن غړو لخوا په حکومت نيوکو جواب کښې شوکت يوسفزئي اوئيل چي عمران خان د کروړونو خلکو د زړونو دهړکن دے، منتخب وززيراعظم خلاف نازيبا الفاظ استعمالول قابل مذمت دي، نوازشريف په حسن کارکردګي جيل ته نه دے تلي، هغه خلاف د اربونو روپو کرپشن کيسونه دي، لاډلے شريف لپاره د جيل قوانين نشو بدلولې، د نوازشريف غرق کولو لپاره رانا ثناالله، مريم اورنګزيب او خواجه آصف کافې دي، مريم اورنګزيب د زنانه په حيث دے ناجائز فائده نه اوچته وي
هغه اوئيل چې اپوزيشن د ګراني بهانه جوړ وي او احتساب پټه ول غواړي، اولس به غله ګرو ته بيا د وا پسي موقع ورنکړي،د اپوزيشن احتجاج نه د احتساب عمل نشې اودردې

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow