وزيراعلي محمود خان پشمول سياسې مشرانو د شمالې وزيرستان کښې د ترهه ګرې حملي مذمت کړے

وزيراعلي خيبر پختونخوا محمود خان پشمول د سياسې ډلو مشرانو د شمالې وزيرستان کښې په سيکيورټي فورسز د ترهه ګرې حملي مذمت کړے او د شهيدانو کورنو سره ئې د غمرازي اظهار کړيدے
وزيراعلې خيبر پختونخوا محمود خان د پيښې مذمت کړے او وئيلي دي چي حملے کښې د پوځې ځوانانو شهادت انتهائي افسوناک دے، د شهيدانو بدله به هر صورت کښې اخيستلې شي
اپوزيشن ليډر شهبازشريف د وزيرستان حملي کښې د شهيدانو کورنو سره غمرازي کړے او وئيلي دي چې ترهه ګرو حملي پاکستان عزم نشې کمزوري کوله،دښمن د پاکستان امن تباه کوي، ټول قام د شهيدانو د وينې قرض داره دې، د شهدا عظيم قرباني به سنهري حروف کښې ليکلې شي
د پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بهټو زرداري، پخواني صدر آصف علي زرداري، پنجاب وزيراعلې نه علاوه مريم اورنګزيب، مريم نواز او وفاقي داخله وزير اعجاز شاه هم د خړ کمر پيښې باندې د افسوس اظهار څرګند کړيدے او شهيدانو کورنو سره ئي غمرازي کړے، سياسي مشرانو د شهيدانو درجه بلندي لپاره دعاګانې هم کړي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow