ترهه ګري مخنيوي عدالت محسن داوړ ته د نور ريمانډ ورکولو درخواست رد کړے

بنو ترهه ګري مخ نيوي عدالت د پي ټي ايم مشر او شمالي وزيرستان ايم اين اے محسن داوړ ته د نور ريمانډ ورکولو دسي ټي ډي درخواست رد کړے دے
عدالت محسن داوړ د سيکيورټي انديښنو په وجه پيښور سنټرل جيل ته د منتقل کولو احکامات جاري کړي او په نورلسم جون بيا دترهه ګري مخ نيوي عدالت راغوښتے دے
دي نه وړاندي محسن داوړ په اته ورځو جسماني ريمانډ سي ټي ډي ته حواله کړے شوے وو۔مقدمه کښي د محسن داوړ نه علاوه د جنوبي وزيرستان ايم اين اے علي وزير پشمول نور اووه کسان نامزد دي ۔
ياده دي وي چي ددي ټولو په ضد په شپږيشتم مئي خړ کمر په چوکي د حملي مقدمه درج ده

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow