د اختر په موقع سوات ته يو لاکهه پنځه زره ګاړي داخل شوے ،ډي پي او

ڈی پي او سوات سيد اشفاق انوار وئيلي دي چي د اختر په دري ورځو کښې څلور لکه نه سيوا سيلانيانو د سوات سيلګري سيمو ته رسيدلے دي
ډي پي سوات سيد اشفاق انوار میڈیا ته په خصوصي توګه وئيلي دي چي د اختر په موقع دري ورځو کښې سوات ته يو لاکهه پنځه زره ګاړي داخل شوے
دغه رنګ د سيلانيانو پنځه اتيا ګاړو کښې د څلورلکه نه سيوا سيلانيانو دسوات مختفلو سيمو ته د سيل لپاره راغلي چي په کښې کالام،مهوډنډ،ملم جبه ،مرغزار،مدين ،بحرين او نورو سيلګري سيمي شامل دي
ډي پي او سوات سيد اشفاق انوار زياته کړے چي د زيات ريش باوجود ټريفک روان ساتلو لپاره دوه پوليس اهلکار تعينات دي ولي بل طرف ته د سيلانيانو د سهولت لپاره پنځه سوه نور ټورسټ پوليس اهلکاران خپلي زمه واري ترسره کوي چي مقصد ئي دسيلګرو ته اساني ورکول دي
ډي پي او سوات د هم وائي چي دوئي تمامو سيلانيانو ته سوات ته د راتګ دعوت ورکوے
دغه رنګ مقامي خلکو ته درخواست دے چي د غير ضروري سفر نه ډاډه اوکړے چي راغلي سيلانيانو ته سفر کښې مشکلات نه پيدا کيږي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow