د اخترپه دريمه ورځ هم د خوشحالۍ نمانځلو سلسله جاري

اختر دريمه او آخرني ورځ ده،کورنو کښې د خونده ور خوراکونو مزه پورته کولو وروستو اوس خلکو مخه کړېده د سيلګرۍ د مقاماتو او سره د خپل بال بچ په لانګ ټور وتلي دي
رشته دارانو او دوستانو سره د اختر د مبارکي کولواو کورونو کښې د قسما قسم خوراکونو،مټهايانو،حلواه ګانو او مينچو نه خوندونه پورته کولو نه پس اوس خلکو د غريزو سيمو،پارکونو او چړيا ګهرو مخه کړېده
لوئي دي که وړوکي د هر يو دا خواهش وي چې د اختر د خوشحالو نه فائده پورته کولو موقع ځايه نه کړي او هم دغه وجه ده چې کورونه د ماشومانو نه خالي شوي ولي د پارکونو او تفريحي مقاماتو رونقونه بحال شويدي
ګڼ شمير کښې خلکو د خيبرپښتونخوا پشمول د ملک نورو غريزو برخواو د سيلګرۍ د مقاماتو په طرف وتلي دي
د خلکو د زيات رش لوجې د سيل سپاټو په مختلفو مقاماتو د ټريفک نظام د متاثره کيدو اطلاعات هم ترلاسه شويدي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow