د خېبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کښې ټريفکى حادثو کښې اووه کسان په حق رسيدلى

د اختر په ورځ د خېبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کښې ټريفکى حادثې شوى چې پکښې په مجموعى توګه اووه کسان په حق رسيدلى دى او درې ژوبل شويدى
تفصيلاتو ترمخه يوه ټريفکى پېښه بنو کښې د بنو دوا پل سيمه کښې اوشوه کله چې يوه رکشه د فلائنګ کوچ سره اوجنګيده چې پکښې پنځه کسان په حق ورسيده او دوه ژوبل شول
په حق رسيدلى او ژوبل کسان خليفه ګل نواز هسپتال ته رسولې شويدى او د پېښې رپورټ هم در ج کړې شوې دې
بله پېښه نوښار کښې هغه وخت مخې ته راغله کله چې درې ملګرى په موټر سائيکل سيل لپاره کنډ پارک ته تلى وو او واپس مردان ته راروان وو
رسالپور سره نيزدې په مردان نوشهره روډ د ډاټسن سره اوجنګيدل چې پکښې دوه کسان په حق ورسيده او يو ژوبل شوې

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow