چارسدي واقعه په اړه جوائنټ انوسټي ګيشن ټيم جوړ کړےشوے،ډي آئي جي

ډي آئي جي مردان محمد علي ګنډا پور وئيلي دي چي د چارسدې درې ورنړو قتل واقعه کښي د پينځه سهولت کارو پشمول ديرش شکمن کسان ګرفتارکړے شوي چې پکښي هغه سهولت کار هم شامل دي چاچي ملزم نادرخان ته د مليشيا ويزه او هلته د اوسيدو بندوبست کړيدې
ډي آئي جي مردان محمدعلي ګنداپور پريس کانفرنس پر مهال وئيلي دي چي پوليس د وژلے شوي سکه وروڼو د ملزمانو په ګرفتاري کښي مخلصه دي او دي لړ کښي پنځه سهولت کار هم ګرفتار کړي شويدي چاچي په باهر تلو کښي د ملزم نادر خان او د هغه د ملګرو ناصر جمال او پير محمد مرسته کړيده
ډي ائي جي مردان دا هم وئيلي دي چي دي نه علاو ديرش شکمن کسان هم ګرفتار کړي شوي او دي لړ کښي جواينټ انوسټي ګيشن ټيم هم جوړ کړي شويدې کوم چي به د واقعه پورا پورا پلټني کوئي
خبري غونډي دوران د مقتولين ورثا هم موجود وو چاچي د پوليسو په
کارکر دګي د اطمينان اظهار کړي او د ملزمانو نيولو لپاره د پوليسو نه په کاروائي کښې د تيزې غوښتنه کړي
ياده دي وي چي په پنځه ويشتمه مئي د چارسدې عمرزئي سيمي په علي جان کلي کښي د زمکې په لانجه درې وړوانړه وژلي شوي وو

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow