شهباز شريف د پارټۍ رهنما امير مقام د ځوي د ګرفتارۍ غندنه کړې

قامي اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر شهباز شريف د پارټۍ رهنما امير مقام د ځوي د ګرفتارۍ غندنه کړې ، وزيراعظم عمران خان ئي مخاطب کړې او وئيلي دي چې نيازي صيب د مشرانو سره د سياسي مخالفت انتقام د کشرانو نه اخيستل د کم ظرفۍ انتها ده بلخوا مريم نواز وئيلي دي چې د حکمرانانو د حساب ورځ رانزدي ده ، نالائقه حکومت ملک آئي ايم ايف سره ګانړه کړيدي
اپوزيشن ليډر شهباز شريف خپل بيان کښې وئيلي دي چې حکومت د سياسي مخالفينو نه انتقام اخيستو په معامله کښې ړوند، کونړ او چاړه شويدي ، د نيب نه ورستو وس ايف آئي اے د سياسي انتقام ذريعه جوړ کړې شويدي
هغه مخکښې وئيلي دي چې امير مقام له د نواز شريف ، شهباز شريف او ن ليګ سره د ملګرتيا سزا ورکولې کيږې ولي امير مقام او د هغه د بچو مقابله دغه نا اهله سياستدانان نه شي کولې
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز د پارټۍ صوبائي صدر امير مقام د ځوي ګرفتاري د سياسي انتقام بد ترين مثال ګرځولې دي او وئيلي دي چې د حکمرانانو د حساب ورځ رانزدي ده ، نالائقه حکومت ملک د آئي ايم ايف سره ګانړه کړيدي
دغه رنګه اسلام آباد کښې پريس کانفرنس دوران پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هم د امير مقام د ځوي د ګرفتارۍ په معامله حکومت باندي شديد تنقيد کړې او وئيلي دي چې که چرۍ په دغه کار کښې څه قسمه خرابي وي نو محکي به مخکښې شکايت کړې وو ، اين ايچ اے په څلور کالو کښې هيڅ قسمه شکايت نه دي کړې ، د دي نه معلوميږې چې د کارروائي د سياسي انتقام په وجه شويده

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow