پيښور صدر کښي پراپرټي ټيکس نادهندګانو خلاف په لوئي کچ کاروائي کښې اووه اتيا پلازي او مارکيټونه سيل

پيښور صدر کښي پراپرټي ټيکس نادهندګانو خلاف په لوئي کچ کاروائي کښې کنټونمنټ بورډ اووه اتيا کمرشل پلازي او مارکيټونه سيل کړيدي
تفصيلاتو تر مخه پيښور صدر کښې کنټونمنټ بورډ انتظاميه صدر بازار کښې يو سل دريويشت مارکيټونه او پلازو دوره اوکړه او اووه اتيا هغه کمرشل پلازي او مارکيټونه ئي سيل کړل کوم چي ټيکس نادهندګانو کښې راتلل،
په دي موقع کينټ مجسټريټ مس وزير خپله موجود وه،او دهغوي د وينا مطابق چي پراپرټي ټيکس نادهندګانو خلاف به کارواياني رواني وي او هيچا سره به رعايت نه شي کولے
د هغوي وينا وه چي څليريشت لکه اووه څلويښت زره روپي پيښور صدر تاجرانو ته د پراپرټي ټيکس په مد کښې بقاياجات دي دکوم نه جمع کول حکومتي خزاني دپاره يو لوئي زيان دے

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow