خېبر ټيچنګ هسپتال کښې په ډاکټر برکى حمله , سيکيورټى اهلکارانو ډاکټر ضياالدين وهلې دې

پيښور خېبر ټيچنګ هسپتال کښې په ډاکټر نوشيروان برکى حمله کړے، ضياالدين نومې ډاکټر هاغه مهال په ډاکټر نوشيروان برکى حمله اوکړه کله چې هغۀ په هسپتال کښې د سهولياتو جائزه اخيسته، په دې موقع موجود صوبائى وزير ډاکټر هشام سره هم حمله کوؤنکى تن تاؤتريخوالې راغلې، په موقع موجود سيکيورټى اهلکارانو حمله کوؤنکې ډاکټر قابو کښې راوستې او وهلې ئې هم دې
وزيراعلې خيبر پښتونخوا محمودخان د واقعې نوټس اخيستې او د تحقيقاتو حکم ئې ورکړے دى، او وئيلى دى چې د قانون په دائره کښې احتجاج کوؤلو د هرچا حق دې، ولې هيچا ته به قانون په خپل لاس کښې اخيستو اجازت ورنکړو

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow