څوک هم د پوليو مهم خلاف په سوشل ميډيا پروپيګنډه کوې نو د هغوې اکاونټس بنديدے شې

خبردار،هوشيار ،که څوک هم د پوليو مهم خلاف په سوشل ميډيا پروپيګنډه کوې نو د هغوې اکاونټس بنديدے شې،پوليو مهم خلاف پروپيګنډه کولو لوجې فيس بک او ټوئټر په درځنونو اکاونټس بند کړې او يوټيوب باندې هم داسې ګنړ شمير ويډيوز بلاک کړے شوېدې
پوليو مخنوې لپاره د وزيراعظم صلاح کار بابر بن عطا فيس بک انتظاميے ته پوليو ويکسن خلاف مواد لرے کولو خواست کړے دے،بابر بن عطا مطابق فيس بک انتظاميے پوليو ويکسن مخالف مواد لرے کولو باور ورکړے دے
پې ټې اے مطابق پوليو ويکسين خلاف پروپيګنډه باندې تراوسه پورې د فيس بک يوسل ديرش او د ټوئټر څوارلس اکاونټونه بند کړے شويدې،دغه رنګ يوټيوب باندې هم ديرش داسې ويډيوز بلاک کړے شوې کومې چې د پوليو ويکسين خلاف وے
سند حکومت د پوليو مخنوې لپاره اسلام آباد کښې قائم سينټر ته خط ليږلے دے او د پوليو ويکسين خلاف پروپيګنډه کولو باندې ئې د يو مقامې اخبار خلاف د کارروائې مطالبه کړے ده،درخواست کښې وئيلې شوې چې يو مقامې اخبار مسلسل د پوليو مهم خلاف پروپيګنډه کوې چې له وجې ئې مهم ته هم نقصان رسيدلې او د رضاکارو ژوند ته هم خطرات سيوا شوې دې

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow