حکومت دے د ټولو جوماتونو امامانو له سرکارې نوکرې ورکړې

سائنس او ټيکنالوجې وزير فواد چوهدرې مشوره ورکړې ده چې حکومت دے د ټولو جوماتونو امامانو له سرکارې نوکرې ورکړې ،دے ګام سره به د يو مخصوص ټولې اجاره دارې ختمه شې
د سائنس او ټيکنالوجۍ وزير فواد چوهدرې په ټوئټر بيان جارې کړې،وائې چې رياست دے د يو وړکې ګروپ لپاره وسائل مختص کولو په ځائے د جوماتونو امامانو له څوارلسم نه تر شپاړسم ګريډ پورې نوکرۍ ورکړې
فواد چوهدرې وائې چې امامانو له سرکارې نوکرۍ ورکولو سره به د يو مخصوص ټولې اجاره دارې ختمه شې،معاملاتو کښې به ډسپلن راشې،بائد چې دے سلسله کښې وزرائے اعلې خپله ذمه وارۍ پورې کړې
روژے مياشت کتلو په معامله د فواد چوهدرې او چيئرمين رويت هلال کميټې مفتې منيب ترمينځه اختلافات پيدا شوې وو او دوانړو د يو بل خلاف بيان بازې هم کړے وه
فواد چوهدري څو ورځې وړاندې د قمرې کلينډر جوړولو لپاره پينځه کيسزه کميټۍ ټاکلې وه او وئيلې وو چې دے سره به د روژے،اختر او محرم صحې نيټه معلوميږې
بلخوا مفتې منيب وئيلي دي چې فواد چوهدرې دينې علم او پوهه نه لرې،دينې معاملاتو باندې هغه په ځائے وزير برائے مذهبې امور له خبره کول پکار دې

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow