د صوبے د ټولو کمشنرانو د کارکردګي به په باقاعده ګئ سره جاج اخستلے شي

خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چي د صوبے د ټولو کمشنرانو د کارکردګي به په باقاعده ګئ سره جاج اخستلے شي، بلخوا هغوي د ټيکسي ډرائيورانو نه جبري ټيکس جمع کونکو خلاف د کاروائي کولو او ډينګي مخنيوي دپاره د ګامونو پورته کولو هدايات هم کړيدي
پيښور کښې د ريجنل ايډمنسټريشن کارکردګي جاج اخستو په حواله د غونډے صدارت کولو په وخت وزيراعلي محمود خان پي ډي اے ، ډبليو ايس ايس پي او ټي ايم اوز ته هدايات اوکړو چي هغوي دي د پيښور خکلا دپاره د يوے مياشت پوره مهم اوچلوي،
وزيراعلي محمود خان محکمه پوليسو ته هم هدايات اوکړو چي پيښور کښي دي د ټيکسي ډرائيورانو نه د جبري ټيکس جمع کونکو خلاف سخته کاروائي اوکړي، اودصحت محکمه دي د ډينګي رنځ مخنيوي دپاره دي کوټلي ګامونه پورته کړي شي،
په دي موقعه غؤنډے ته اوئلے شو چي دپاکستان سټيزن پورټل په ذريعه صرف دپيښور ريجن نه دري زره شپږ سوه څلور اتيا شکايتونه تر لاسه شوي په کوم کښي چي د دري زرو دوه سوو دوه څلويښت شکايتونو ازاله شويده
غونډه کښي يو شمير صوبائي وزيرانو،مشيرانو او سيکرټريانو تر څنګ د مختلفو ادارو افسرانو هم ګډون اوکړو

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow