تورغر کښې د سوارلو يو ګاډے آوړيدلے چې پکښې يوکس په حق رسيدلے

د ضلع تورغر په نکه پاني علاقه کښې د سوارلو يو ګاډے آوړيدلے چې پکښې يوکس په حق رسيدلے او پينځلس پکښې نور ژوبل شويدي، ژوبل کسان ځائي خلقو راويستي او هسپتال ته ئې منتقل کړيدي
ضلع تورغر کښې جدبا نه تلي ګانګټ ته تلونکے د سوارلو يو ګاډے نکه پاني په مقام باندې د بريک فيل کيدو په وجه د غر نه لاندې پريوتے دے، ګاډي اوړيدو پېښه کښې يوکس په حق رسيدلے او پنځلس پکښې نور ژوبل شويدي، ژوبل کسانو کښې ويليج کونسل ناظم ، زنانه او ماشومان هم شامل دي، ځائي خلقو په سمدستي توګه ژوبل کسان راويستي او هسپتال ته ئې علاج لپاره رسولي دي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow