صوابي شاه منصور شخصي هسپتال کښي د ډاکټرانو غفلت له وجي يو زنانه پحق رسيدلي

صوابي شاه منصور شخصي هسپتال کښي د ډاکټرانو غفلت له وجي يو زنانه پحق رسيدلي ده د زنانه وارثانو د شخصي هسپتال د ډاکټرانو خلاف په تهانه زيده کښي درخواست جمع کړے دے چي د زيدي پوليس پري کاروائي شروع کړيده د شاه منصور داړي سره تعلق لرونکي فضل سبحان په تهانه زيده کښي درخواست ورکړے دے چي پکښي وئيلي شوي دي چي تيره هفته کښي د هغه کور وداني د شاه منصور په شخصي هسپتال کښي د پينډس آپريشن شوے ووهغه اوئيل چي آپريشن غلط شوے وو په هغه وخت ډاکټرانو د هغه کوروداني د هسپتال نه دري ورځي پس فارغه کړي وه او کور ته ئے ليګلي وه څه ورځي پس د هغي طبيعت خراب شه نو ما بيا دغه شخصي هسپتال ته بوتله دغي شخصي هسپتال ډاکټرانو مريض پخپل ايمبولينس کښي پيښور ته شفټ کړل او هلته ئے په ايل آر ايچ کښ داخل کړو د پيښور هسپتال ډاکټرانو ماته اوئيل چي ستا د مريضي خو کولما کټ شوي ده زما کوروداني هلته ساه ورکړو زما د کور وداني مرګ د دغي هسپتال هغه ډاکټران ذمه دار دي چي کومو ئے آپريشن کړے وو حکومت دي ما سره انصاف اوکړي د زيدي پوليس د فضل سبحان په درخواست روزنامچي رپورټ درج کړے دے ايس ايچ او زيده رازمحمد وائي چي پوليس به د دفعه يو سل څلور اوويا لاندي کاروائي کوي مړے ئےپوسټ مارټم د پاره باچا خان ميډيکل کمپليکس ته منتقل کړے وو بلخوا د شخصي هسپتال ډاکټرانو نه موقف اغستو د پاره هغي سره رابطه اوکړے شوه خو شخصي هسپتال چارواکو سره رابطه اونه شوله

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow