پيښور کښې دکباړ په ګودام کښې بمى چاودنه کښې دوه وروڼه سخت ژوبل شوى

د پيښور خزانې تاڼې په حدودو لنډى سړک کښې دکباړ په ګودام کښې بمى چاودنه شوې چې په نتيجه کښې ئې دوه وروڼه اسد او صفت سخت ژوبل شوى دى ژوبل شوى کسان دپيښور ايل ايچ هسپتال ته علاج لپاره منتقل کړے شوى دى چې حالت ئې دخطرې نه بهر ښودلے شى
دخزانه تاڼې پوليسو د وينا تر مخه دپيښور چارسده روډ لنډى سړک کښې دکباړ ګودام کښې هغه وخت بمى چاودنه اوشوه کله چې دوه وروڼه نورلس کلن صفت او لس کلن اسد د کباړ ګودام کښې په کار کولو کښې بوخت وو
پوليس ذرائو دا هم وئيلى چې دغه وخت دکباړ په ګودام کښې بارودى مواد موجود وو چې ناڅاپى زوروره چاودنه اوشوه
ژوبل شوى کسان علاج لپاره دپيښور ليډى ريډڼګ هسپتال ته رسولے شوى دى دژوبل شوو کسانو حالت دخطرې نه بهر ښودلے کيږى

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow