د نيوزي لينډ وزيراعظمې جسينډا آرډرن ته دې امن نوبل انعام ورکړې شي

عوامي نيشنل پارټۍ مطالبه کړې چې د نيوزي لينډ وزيراعظمې جسينډا آرډرن ته دې امن نوبل انعام ورکړې شي ،حاجي غلام بلور وائي چې کرائسټ چرچ پيښې نه پس جسينډا آرډرن مسلمانانو سره څنګه سلوک ساتلې دے نو هغه د ستائنې وړ دے
د عوامي نيشنل پارټۍ سينئير غړي حاجي غلام بلور د کيوي وزيراعظمې حاليه کردار ستائلې دے او ورله ئې خراج تحسين وړاندې کړيدے
حاجي غلام بلور وائي چې د نوبل انعام اصل حقداره نيوزي لينډ وزيراعظمه جسينډا آرډرن ده ولې چې هغې د غيرمسلم کيدو باوجود هم دا ثابته کړيده چې يو مذهب کښې هم دهشت ګردي جائز نه ده
حاجي غلام احمد بلور مخکښې وئيلي دي چې د کرائسټ چرچ پيښې نه پس کيوي وزيراعظمې مسلمانانو سره ډير ښه سلوک ساتلې دے په کومه چې هغې ته دامن نوبل انعام ورکول پکار دي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow