د پاکستان دورې مکمل کولو وروستو ملائشين وزيراعظم خپل ملک ته واپس شوے

الوداع ډاکټر مهاتير،په مخه دې ښه،درې ورځنې دوره مکمل کولو وروستو ملائشين وزيراعظم خپل ملک ته واپس شوے،نور خان ائير بيس باندې وزيراعظم عمران خان مهاتير ته خدائې په آمان وئيلے،د پاکستان ائير فورس په وردې کښې ملبوس مهاتير محمد غوره ميلمستيا باندې د پاکستان شکريه ادا کړے
ملائشياجوړيدونکے دے د پاکستان جے ايف تهنډر جازونو خريدار ځکه چي ملائشين وزيراعظم مهاتير محمد په دې جاز کښې خصوصي دلچسپي ښکاره کړيده
د خپلې درې ورځنۍ دوره پاکستان په اختتام کښې نور خان ائيربيس باندې ملائيشين وزيراعظم مهاتير محمد ته د پاکستان ائير فورس وردي ورکړے شويده
په دغه موقع ښاغلي مهاتيرمحمد ته تهنډر جازونو متعلق بريفنګ هم ورکړے شو، وروستو وزيراعظم عمران خان مهاتير محمد ته په مخه ښه وئيلي دي
درې ورځنۍ دوره پاکستان دوران ملائشين وزيراعظم د پاکستان اعلي سول او عسکري مشرانو سره ملاقاتونه کړي ، ورته د پاکستان اعلي سول اعزاز نشان پاکستان ورکړے شوے ، پاکستان سره ئې د باهمي تعاون په مختلف لوظنامو لاس ليک کړے او دغه رنګه کاميابې دورې ورستو خپل وطن ته واپس ستون شويدے

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow