پوليس يوي کاروائي دوران د موټر سائيکلو څلور غله ګرفتاره کړيدي

تخت بهائي سرکل پوليس يوي کاروائي دوران د موټر سائيکلو څلور غله ګرفتاره کړيدي نيولي شوي ملزمانو نه شپاړس عدد موټر سائيکل برآمد کړيدي
په دي لړ کښي خبري کانفرنس ته وينا په وخت ډي پي او مردان محمد سجاد خان او اے ايس پي تخت بهائي سرکل ضيا الله اووئيل چي تخت بهائي سرکل کښي د يوے مودي نه غله او ډکيتي شکايات راروان وو
محمد سجاد خان اووئيل چي ملزمان ته رسائي لپاره اے ايس پي تخت بهائي سرکل ضيا الله او ايس ايچ او تخت بهائي عالمګير خان په قيادت کښي جوړ کړي شوي ټيم بروقت او خفيه ذرائع باندي څلور ملزمان حيدر خان ،سيد الله،او حيدر علي ګرفتار کړل، د چا د قبضے نه چي شپاړس تختوولي شوي موټر سائيکلي هم برآمد کړي شوي
ډي پي او اووئيل چي ګرفتار ملزمانو نه مزيد اهم انکشافات متوقع دي محمد سجاد زياته کړه چي جرائم پيشه عناصر سره به هيڅ قسمه رعايت نه شي کولي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow