د بنو علاقه سورانې کښې د ګیس لیک کېدو پۀ وجه د یوۀ کور درې زنانه مړې شوې دی

د بنو علاقه سورانې کښې د ګیس لیک کېدو پۀ وجه د یوۀ کور درې زنانه مړې شوې دی.
د تفصیلاتو تر مخه د بسیه خېل تاڼې پۀ حدود هیبک کلی کښې د شېرابت خان نومی تن پۀ کور کښې تېره شپه د ګیس لوډشیډنګ پۀ مهال چوله خلاصه پاتې شوې وه.
د ګیس بیا راتلو پۀ مهال ټوله شپه ګیس پۀ کمره کښې جمع شوېدے.
چې لا امله یې د شېرابت خان نومی تن د کور ودانې او دوه لمسیو ساه ګانې بندې شوې او مړې شوېدی.
مړې شوې درې واړه زنانه وې ډسټرکټ هیډکواټر هسپتال بنو ته رسول شوېدی.
ځایی خلق وایی د ګیس د لوډشیډینګ او خلقو د غفلت پۀ وجه دا ځویمه پېښه ده چې بنو کښې رامینځ ته کېږي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow