د پيښور ترهګري مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس فيصله محفوظ کړيده

د پيښور ترهګري مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس فيصله محفوظ کړيده او د فيصلے اورولو لپاره ئي سماعت تر مارچ شپاړسمي نيټي پوري ځنډولے دے
د پيښور ترهګري مخنيوي عدالت نمبر دويم په عبدالولي خان يونيورسټي کښي قتل کړے شوي طالبعلم مشال د کيس سماعت کړيدے د دوانړو فريقنو له اړخه وکيلانو دلائل مکمل کړل، او تر دي دمه د شپږڅلويښت ګواهانو بيانات ريکارډ کړے شويدي چي پکښې د مشال د پلار اقبال لالا بيان هم شامل دے
د دلائلو نه پس د ترهګري مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس په اړه فيصله محفوظ کړيده او فيصلے اورولو لپاره ئي سماعت تر مارچ شپاړسمي نيټي پوري ځنډولے دے
ياده دي وي چي پيښور هائيکورټ د ترهګري مخنيوي عدالت نه احکامات جاري کړي وو چي د مشال قتل کيس ټرائيل دي په دوو مياشتو کښي مکمل کړي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow