دخيبر پښتونخوا وزيراعلي د ملسسل بارانونوله امله ټولي سرکاري اداري الرټ کړي

دخيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په صوبه کښي د ملسسل بارانونوله امله پي ډي ايم اے په شمول ټولي سرکاري اداري الرټ کړيدي او حکم ئي ورکړيدے چي دممکنه نقصاناتو او مشکلاتو ازاله دي اوکړے شي،
وزيراعلي زياته کړيده چي ټوله صوبه خصوصا پيښور کښي د زيات نقصانات ويره ده هم دغه وجه ده چي سرکاري اداري دي د نکاسي اب او بند لاري پرانستلو انتظامات اوکړي
وزيراعلي ريليف ډيپارټمنټ ريسکيو او نورو ادارو ته حکم ورکړي چي هغوي دي هائي الرټ اوسي او هنګامي حالاتو په وخت دي د خلکو مرسته او مدد اوکړي
وزيراعلي هسپتالونو او د صحت نورو مرکزونو ذمه دارانو ته حکم ورکړيدے چي د بارانونو له امله دي هغوي چوکس او تازه دم اوسي ولي چي څه قسمه بدي پيښي مخي ته راتلے شي
وزيراعلي د ټولوضلعو ضلعي انتظاميه ته امر کړيدے چي هغوي دي هر وخت په دي کوشش کښي وي چي د بارانونو نه شوي نقصاناتو ازاله اوکړي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow