“د ترهګرۍ پر ضد د مومندو پۀ غرونو به زمونږ وینې اوس هم پراتې وي”

 

مومند، غلنۍ(خپل وطن ډاټ کام) د فاټا د ضم کېدو نه پس پۀ ضلع مومند کښې د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا د پولیسو تعینات کؤلو پۀ خلاف خاصه دارو او لیوئز فورسز د ضلع مومند پۀ سر ښار غلنۍ کښې یوه لویه احتجاجي مظاهره وکړه چې پکښې د ټولې ضلعې نه خاصه دارو او لیوئز فورسز سره سره سیاسي او سماجي خلکو هم ګډون وکړو.

احتجاج کونکیو د حکومت نه مطالبه وکړه چې خاصه دار او لیوئز فورس دې پۀ پولیس فورس کښې بدل کړي،
د دوي وېنا وه چې د تېرو اویا کالو نه دوي د ترهګرۍ پۀ ضد د امن ساتلو لپاره پۀ درځنونو قربانۍ ورکړي،

دوي زیاته کړه “پۀ خاصه دارو او لیوئز فورس کښې تعلیم یافته ځوانان شته دی باید حکومت دې د باهر نه پولیس راوستو پۀ ځای دغه ځوانانو ته تربیت ورکړي” .

پۀ احتجاج کښې (پولیس نۀ منو، خاصه دار او لیوئز فورس زنده باد) نعرې هم واهل کېدې.

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow