عدالت د ژوندۍ سوزو ولې شوي عنبرين قتل کيس نيولې شوي پنځلس ملزمان خوشي کړيدي

د ايبټ آباد تهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د ژوندۍ سوزو ولې شوي عنبرين قتل کيس فيصله اورولي او نيولې شوي پنځلس ملزمان ئې خوشي کړيدي ، د عنبرين پلار رياست وائي چې هغوي سره انصاف نه دې شوې او حکومت ورسره کړې وعدې هم نه دي پورا کړي
د ايبټ آباد ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج اورنګزيب خټک د عنبرين قتل کيس مختصر فيصله اورولي او مقامي کونسلر پرويز پشمول پنځلس ملزمان ئې بري کړيدي
د کيس فيصلې نه پس خبريالانو سره خبرو په وخت د عنبرين پلار رياست اووئيل چې هغه سره انصاف نه دې شوې او قانوني معاونت هم ورته نه دې فراهم کړې شوې
رياست مخکښې وائي چې هغه غريب سړې دے او فيصلې خلاف هائيکورټ کښې اپيل هم نشي درج کولې او دا چې پوليسو ناقص تفتيش کړې او زياتې ئې کړيدے
ياده دې وي چې کال دوه زره شپاړسم کښې اپريل مياشت کښې د جرګې په حکم عنبرين ژوندۍ سوزولې شوي وه

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow