د مورنيو ژبو نړيواله ورځ

۲۱ فروري ۲۰۱۹

ډاکټر محمد علي ديناخېل

پېښور پوهنتون چې کله په کال ۱۹۴۷ کښې پاکستان جوړ شۀ نو په کال ۱۹۴۸ کښې يې اردو د پاکستان يواځينۍ قومي ژبه وګرځوله ۔ بنګاليانو دا خبره بده وګڼله او مظاهرې يې شروع کړې ۔ دا مظاهرې جاري وې چې په ۱۹۵۲ کښې پکښې خبره تر مرګ ژوبلې هم ورسېدله ۔ او دغه رنګ دي مظاهرو د څۀ حده پورې رنګ راوړو او په ۱۹۵۶ کښې بنګله ژبې ته هم د اردو سره سره يو سرکاري حيثيت مېلاؤ شۀ ۔ په کنېډا کښې اوسېدونکي يو بنګالي رفيق الاسلام په ۹ جنوري ۱۹۹۸ د ملګرو ملتونو سر سيکتر کوفي عنان ته يو خط اوليکلو چې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ دې مقرر کړے شي او په دغه خط کښې يې دا تجويز هم ورکړۀ چې دا ورځ يويشتمه فروري پکار ده ۔ په ۱۷ نومبر ۱۹۹۹ د ملګرو ملتونو (اقوام متحده) جنرل اسمبلۍ په رسمي توګه دا ورځ د ژبو نړيواله ورځ اوګرځوله ۔ او دغه رنګ د فرورئ ۲۰۰۰ نه په ټوله نړۍ کښې د دې ورځې نمانځل شروع شول ۔ په نولسم دسمبر کال ۲۰۱۶ کښې د ملګرو ملتونو ( اقوام متحده) جنرل اسمبلۍ دا فېصله اوکړه چې کال ۲۰۱۹م به “د مقامي ژبو نړيوال کال ” وي ۔

دغه وجه ده چې دا کال (۲۰۱۹) د ژبو په تاريخ کښې ډېر اهميت لري ۔ ټول کال به د ژبو د ترقۍ او ودې د پاره پروګرامونه کيږي ۔ د دې کال د پاره چې کوم اېکشن پلان جوړ شوے دے د هغې موضوع ده سنټريليټي اف انډيجينس پيپلز يعني د مقامي خلقو مرکزيت او نعره يې دا ده چې” Nothing for us without us يعني مونږ ته هغه څيز قابل قبول نۀ دے چې مونږ پکښې پخپله شامل نۀ يو ۔ د يونيسکو د يو رپورټ تر مخه په تېره يوه صدۍ کښې شپږ سوه ژبې ورکې شوي دي او که دغه رفتارهم دغسې جاري وي نو د دې صدۍ په اختتام به ۹۰ فيصده ژبې ورکې شي ۔ په ټولو ژبو کښې هر قسمه علوم پراته دي ۔ ژبې محفوظول پکار دي ۔ او د ژبو سائنسي څېړنه پکار ده او د پوهې او د حکمت خبرې ترې راويستل پکار دي او د خلقو د سياسي، اقتصادي، ټولنيزې ترقۍ، امن او صلحې د پاره استعمالول پکار دي ۔

ژبې ټولې د الله تعالي د قدرت نخښې دي ۔ نو ځکه د ټولو ژبو قدر پکار دے ۔ خو د مورنۍ ژبې حق د هر چا زيات دے ۔ يو ماشوم چې د مور په غېږ کښې په اول ځل کومه ژبه ايزده کړي او په هغې کښې خبرې وئېل پېل کړي دغه مورنۍ ژبه ده يعني د خوبونو د ليدلو ژبه مورنۍ ژبه ده چې ژبپوهان ورته وړومبۍ ژبه هم وائي ۔ په دنيا کښې صرف بلتي ژبه داسې ده چې هغې ته مورنۍ ژبه نۀ بلکې پلارنۍ ژبه وئېلے شي ۔ د ژبو د اعداد وشمار د يوې ادارې تر مخه دا وخت په دنيا کښې ووۀ زره اويا ژبې وئيلے کيږي ۔ د يادونې وړ ده چې په دې تعداد کښې يې لهجې هم شمېرلي دي

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow