لۀ پېښوره تر ګوادره ليک ( ډاکټر محمد علي ديناخېل )

ايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون

 

په دسمبر کال ۲۰۱۸ کښې په ايريا سټډي سنټر کښې په سي پېک يو سيمينار وشۀ ۔ د سيمينار نه وروستو د بحث مباحثې په دوران کښې د سيمينار يو ګډون وال ډاکټر نور الامين ووئېل چې په سي پېک د بحث مباحثي د پاره دا ضروري ده چې يو څېړنکار د سي پېک لار او د ګوادر د ژور سمندر پورټ ليدلے وي ۔ نو بس نور څه نۀ وو خو اعلان وشۀ چي څوک هم د پېښور نه ګوادر ته تلل غواړي نو خپل نومونه دې اوليکي او په شپږيشتم دسمبر به روانګي وي ۔

۲۶مدسمبر ۲۰۱۸: اوله ورځ

فېصله دا شوې وه چې هسې به شپږ نيمې بجې خلقو ته وښايو خو روانېدل به په ووۀ بجې وي ۔ زۀ خو سحرپه پينځه بجې پاڅېدلے ووم او د مونځ ناشتې نه بعد سنټر طرف ته راروان شوم ۔ په ووۀ بجې سنټر ته راورسېدم خو ګاډے لږ ناوخته شۀ۔ په ووۀ نيمې بجې د اسلاميه کالج ګادے راغے چې پکښې نور الامين صېب او دوه ډرائېوران عظمت او مشتاق ناست وو ۔ په انتظار ولاړو ملګرو که هر څومره ځان غصې ته تيارولو خو د نورالامين يو ډرق خندا د هر چا نه غصه هېره کړه ۔ خو مونږ ته دا پته نۀ وه چې مخکښې يو سړے دومره په انتظار ستړے شوے دے چې د هغه غصه د نورالامين څه چې زمونږ د ټولو په خندا د سړېدو نۀ ده ۔ بهر حال مونږ په ووۀ نيمې بجې د ايريا سټډي سنټر نه د ګوادر په لور روان شو۔ په لار کښې ډاکټر شفيع او شهزاد مو راوچت کړل ۔ اوس چې دومره انتظار دوي کړے وۀ نو خامخا به غصه وو نو بس خپل زړۀ يې سپک کړۀ او هم د دې قهر او غصې سره زمونږ د دې سفر باقاعده شروع وشوه او د څه وخت سفر نه وروستو مونږ د درې په بازار تېر شو خو وس د درې بازار هغه پخوانے خوند نۀ وۀ چې قيصې به يې کېدلې۔ د کوهاټ په ټنل چې ووتلو نو د کوهاټ سټي ته ورسېدلو ۔ ډاکټر شفيع په يو وخت کښې د کوهاټ تعليمي بورډ چئېرمېن هم پاتې شوے وۀ نو هغه هلته خپلو ملګرو ته اطلاع ورکړه او چې کله مونږ بورډ ته ورداخل شو نو د بورډ عملې سره د محترم  کنټرولر وقار صېب زمونږ تود هرکلے وکړۀ ۔ مونږ هلته چائے وڅښله او د لږې شان دمې نه وروستو بيا ګاډي ته وختلو اوسفر يوځل بيا شروع شو ۔ دغه رنګ د لاچي ،کرک په انډس هائي وے په لکي مروت ډېره اسماعيل خان ته ورسېدلو ۔ په دې لار کښې مو د ګمبېلې سيند هم اوليدلو چې دۀ ته د ټوچي سيند هم وائي ۔ په دې موقعه شهزاد ووئېل چې د دې سيند ابه د شمالي وزيرستان په لار د افغانستان نه راوځي ۔ د لکي سيمنټ مشهوره فېکټري هم مخې له راغله او د لرې نه مو دشېخ بدين د غرونو ننداره هم اوکړه ۔ په يوه نيمه بجه مو په درابند روډ ډېره اسماعيل خان کښې دغرمې ډوډۍ وخوړه ۔ د ډوډۍ نه وروستو د (پخواني) اېف آر درازنده ډېره اسماعيل خان نه تېر شو او په څلور نيمې بجې مغل کوټ ته ورسېدلو۔ په يو هوټل کښې مو چائے وڅښله ۔ هوټل کښې کار کونکي بېټني وو خو دغه علاقه د شيرانيو ده ۔ د مغل کوټ نه چې مو وړاندې لږ سفر اوکړۀنو د غرونو په مينځ کښې يو پل مخې ته راغے نو مشتاق چاچا (ډرائېور) ووئېل چې د دې ځائے نه د پښتونخوا صوبې حد ختميږي او د پل د بل سر نه د بلو چستان صوبې سر شروع کيږي ۔ دا ديارلس منټه او پينځه بجې وې چې مونږ د بلوچستان په خاوره قدم کېښودلو ۔ لږ وړاندې په سنګر نومې يو ځائے کښې د ماښام د مونځ د پاره ګاډے ودرېدلو اود مونځ کولو نه پس بيا چې ګاډے لږ وړاندې لاړ نو ټائر يې خراب شۀ ۔ وس ماسخوتن نزدې وۀ په لوئے سړک مو ګاډے ودرولے وۀ او چې بل ټائر ګاډي ته بدل شو نو پته اولګېده چې وس ګاډے نه سټارټ کيږي ۔ څه زورونه او ديکې مو ورکړې خوخوند يې او نۀ کړۀ ۔ په دې حقله د بلوچستان خلق ډېره مرسته کوي ۔ بس خو که هر قسمه ګاډے به تېرېدلو نو ودرېدلو به او د مرستې پېش کش به يې کولو ۔ چې مونږ پوهه شو چې ګاډي کښې د بېټرۍ مستقله مسئله ده نو بيا مو د يو موټر واله نه بېټري وغوښتله او په هغې مو ګاډے سټارټ کړلو ۔ هسې خو مونږه هم د اول نه دا مشوره کړے وه چې په ژوب کښي به د اياز مندوخېل صېب د پلار په دروند غم د هغوي سره په لاس نيوه کښې شريکيږو او بيا به وړاندې ځو ۔ ډادسکټر نورالامين صېب په ژوب کښې د سېنېټر رضا مندوخېل سره رابطه اوکړه او د هغوي حجرې ته وراغلو ۔ د يادونې وړ ده چې سېنېټر رضا مندوخېل د اياز مندوخېل ترۀ دے ۔ د ټولونه اول مو د مرحوم په حق کښې دعا وکړه او بيا چې کله هغوي زمونږه د ګاډي د خرابو حالاتو قيصه واورېدله نو هغوي مونږ ته هيڅ کله هم د شپې د وړاندې تللو اجازت را نۀ کړۀ ۔ د رضا مندوخېل په حجره کښې مو شپه تېره کړه ۔ هغوي زمونږه داسې مېلمستيا اوکړه چې د هغې بيان په لفظونو کښې مشکل دے ۔ ټول مشران کشران زمونږ سره ډېر په احترام مېلاو شول ۔ د رضا مندوخېل صېب ځوے ازمير مندوخېل چې په اسلاميه کالج کښې د قانون زدوکونکے دے هغه هم په دې موقعه مېلمنو ته لاس په نامه ولاړ وۀ ۔ رضا مندوخېل صېب يو دروند قدردان انسان دے ۔ په سياست ژور نظر لري ۔ په سياست او د علاقې په تاريخ ورسره ټولو ملګرو ډېرې ګټورې خبرې اوکړې ۔ د هغوي سره په بحث مباحثه کښې د هرچا د دلچسپۍ خبرې موجودې وې نو ځکه ټول ملګري د هغوي خبرو ته لېواله وو ۔ د سياستو نه علاوه دژوب په تاريخ هم خبرې وشوې چې دا پکښې ووئېلي شول چې د ژوب زوړ نوم فورټ سنډېمن وۀ خود پاکستان د هغه وخت وزير اعظم ذولفقار علي بهټو دا نوم په کال ۱۹۷۳ کښې په  ژوب بدل کړۀ ۔ د يادونې وړ ده چې سنډېمن يو فرنګے وۀ چې په کال ۱۸۷۶ کښې د بلوچستان کمشنر وۀ ۔ د سياسي، علمي او تاريخي مباحثو نه بعد مونږ شپه هم دغلته په ارام تېره کړه ۔

۲۷م دسمبر :

د رضامندوخېل په حجره کښې د شپې تېرولو نه بعد سحر وختي مشتاق او عظمت چاچاګاډےمستري ته وښودلو او چې تيار شو نو مونږ په اته نيمې بجې د ژوب نهروان شو ۔ ماسپخين په دولس نيمې بجې مونږ قلعه سېف الله ته اورسېدلو او هلته مو د ماسپخين د ډوډۍ خوړولو د پاره دمه اوکړه ۔ په دوه نيمې بجې مو په خانوزۍ کښې د مونځ او د چايو د پاره يو ځل بيا دمه اوکړه ۔ قضا مازيګر د کوئټې په ښائسته او تاريخي ښارورداخل شو ۔ زمونږ د تللو نه وړاندې د بلوچستان يونيورسټۍ د سيمييزو مطالعاتو د مرکز (ايريا سټډي سنټر) رئيس پروفيسر منصور علي په مېلمستون (ګېسټ هاوس) کښې زمونږ د پاره دشپې د تېرولو بندوبست کړے وۀ ۔او د څه ملګرو د پاره په پارليمينټ لاجز کښې انتظام شوے وۀ ۔ملګري خپلو خپلو کمره ته وراغلل او چې دمه شو نو بيا يې چائے روټۍ وکړل ۔ د چائے ډوډۍ نه بعد  د ايريا سټډي سنټر پېښور فېکلټي ممبرز يو ميټينګ دبلوچستان يونيورسټۍ دايريا سټډي سنټر د ډائريکټر سره د مخکښې نه مقرر شوے وۀ ۔ دغه ميټينګ کښي د ايريا سټډي سنټر پېښور نه ډاکټر شفيع، ډاکټر محمد علي ديناخېل، عبدالله صېب او معظم صېب شرکت اوکړو او د بلوچستان يونيورسټۍ د ايريا سټډي سنټر د طرف نه ډائريکټر منصور احمد او پروفېسر جهانزېب خان وو ۔ په دې موقعه د دواړو سنټرو په باهمي مرسته او تګ راتګ او د رابطو په زياتولوخبرې اترې وشوې ۔ د دې نه علاوه د منصور احمد صېب سره د سي پېک په حقله هم ډېرې خبرې وشوې ۔ په دې موقعه ډاکټر شفيع د بلوچستان يونيورسټۍ د ايريا سټډي سنټر ډائريکټر منصور احمد صېب ته يو کتاب هم ډالۍ کړۀ ۔ د شپې په يوولس نيمې بجې په تکتو ريستورانت کښې د عبېد ملګرو جنېد او ابراهيم (دا دواړه په سرکاري محکمه کښې افسران دي) د ټولو مېلمنو د پاره د مېلمستيا پروګرام کړے وۀ ۔ ډېر تاوان يې کړے وۀ ملګرو د يوبل سره ګپونه ولګول او په هره موضوع خبرې اترې وشوې ۔ د شپې يوه بجه مو د هغوي نه رخصتواخستو او ټولو ملګرود هغوي د مينې او د درنې مېلمستيامننه اوکړه ۔ چې د تکتو ريستورانټ نه بهر راووتلو نو ناڅاپي مې يو ملګرے ډاکټر صادق ژړک صېب او ورسره پروفېسر سميع الدين ارمان صېب په نظر راغلو ۔خير پخير وشول ژړک صېب ګيله اوکړه چې تاسو ما ته د راتللو اطلاع نۀ وه کړې ګني ما به د مېلمنو مېلمستيا کړې وۀ ۔ ژړک صېب ټولو ملګرو ته د زړۀ نه د مېلمستيا دعوت ورکړۀ خو د وخت د کمي د وجې نه او د وړاندې لوئے سفر د وجې نه ملګرو د هغه مننه اوکړه او د بيا ملاقات په اميد يې د هغه نه رخصت واخستو ۔ په دې موقعه د وړاندې تللو د پاره د مختلفو لارو د سيکيوريټي په حقله هم خبرې وشوې او بيا دا فېصله وشوه چې کومه لار د سوراب، پنجګور په لار تيريږي نو دغه لار محفوظه نۀ ده نو ځکه به په خضدار او بيا په کوسټل هائي وے باندې ځو ۔ د خبرو اترو نه وروستوټول ملګري اوده شو۔

۲۸م دسمبر

شپه مو په بلوچستان يونيورسټۍ کښې تېره کړه او سحر د ناشتې نه وروستو په اتۀ نيمې بجې د کوئټې نه وړاندې مستونګ طرف ته روان شو ۔ څه ځائےوړاندې دا روډ په دوه ؤ شاخونو کښې تقسيم شي يو تفتان ته ځي او بل قلات طرف ته ۔ دغلته چې کوم بورډ لګېدلے وۀ نو په هغې تفتان ته فاصله ۶۸۰ کلوميټره ليکلې شوې وه ۔ قلات ته د رسېدلو نه وړاندې د قلات د ډپټي کمشنر سره رابطه شوې وه او هغه د قلات اسسټنټ کمشنر ايوب مري صېب مونږ ته راولېږلو او په دې دوران کښې مونږ د پخواني خان اف قلات محل ته وراغلواو هلته مو د تاريخ د يو خوندور باب ننداره وکړه ۔ ايوب مري ووئېل چې خان آف قلات په نسل پښتون وۀ او د احمد زۍ قبيلې سره يې تعلق لرلو۔ هلته هغه ګېټ هم مونږه اوليدلو کوم چې سيکيورېټي ادارو د خان اف قلات د قابو کولو د پاره په ډزو سورے سورے کړے وۀ ۔ د دې ګېت په سر په يو بکس کښې قران مجيد پروت دے چې د اسسټنټ کمشنر د وېنا مطابق د هرې جمعې په ورځ دا قران مجيد راکوزولے شي او تلاوت پکښې کولے شي او بيا واپس هم په دغه بکس کښې کېښودلے کيږي ۔ په دغه دوران کښې د قلات ډپټي کمشنر خپل اے پي اېس محمد خان هم راولېږلو او مونږ ته يې د شپې کولو او د ډوډۍدانتظام کولو کلک ست اوکړو ۔ په دې دوران کښې مونږته ګاډے بيا وران شو او د جمعې ورځ وه نو مستريان نۀ وو خو اسسټنټ کمشنر او محمد خان صېب خپل سيکيوريټي واله اولېږل او هغوي مستريان راوستل او ګاډے يې راته جوړ کړۀ ۔ په قلات کښې ايوب مري او محمدخان صېب زمونږ داسې د مينې مېملستيا اوکړه چې ټول ملګري د بلوچ مهمان نوازۍ ته ګوته په خوله شو ۔ بيا د قلات نه مونږ ته خصوصي سيکيوريټي راکړے شوه او مونږه په پينځه نيمې بجې سوراب ته اورسېدلو ۔ د سوراب پورې په رسېدلو کښې مونږ ته دوه ځله سيکيوريټي بدله شوه ځکه په دې ايريا کښې دوه تاڼې راځي ۔  سوراب ته چې مونږه ورسېدلو نو ګاډے يو ځل بيا وران شو۔ درې ګهنټې مو ورته انتظار اوکړۀ خوجوړ نۀ شۀ ۔ بس نو دغه ګاډے مو په دغه ځائے پرېښودلو او مونږ له بيا ايسکورټ واله يو بل پرائېوېټ ګاډے راوغوښتو او په هغه کښې مونږ خضدار ته لاړو په دې لار مونږ ته هم د کمشنر په وېنا سيکيوريټي راکړے شوې وه ۔ د خضدارد ډپټي کمشنر سره د مخکښې نه رابطه شوې وه او هلته زمونږترتيب دا وۀ چې اول به يونيورسټۍ ته ځو ۔ چې خضدار يونيورسټۍ ته ورسېدلو نو پته اولګېدله چې وائس چانسلر صېب ډېر وخت زمونږ په انتظار وۀ خو د ګاډي د خرابۍ د وجې زمونږ د ډېر لېټ کېدلو په وجه هغه بيا وتلے وۀ او د هغه پي اېس اسلم صېب موجود وۀ ۔ د خضدار يونيورسټي يوپبلک سېکټر يونيورسټي ده او په دې کښې د انجينيرينګ څلور فېکلټيانې دي ۔ دا په ۱۹۹۴ کښې جوړه کړے شوې ده ۔ په موجوده وخت کښې په دې کښې دو لس سوه طالب علمان سبق وائي ۔ په بلوچستان کښې د کوئټي نه وروستو دوېم غټ ښار خضدار دے ۔ سره د رسېدلو اسلم صېب زمونږ د چايو انتظام اوکړۀ او وائس چانسلر صېب ته يې زمونږ د راتللو خبر هم ورکړۀ ۔ په لږ وخت کښې وائس چانسلرډاکټر احسان الله کاکړ صېب راغے او د هغوي سره د يونيورسټۍ د کيو اي سي او پي اينډ ډي ډائريکټر حامد طارق صېب هم راغے ۔ او زمونږ يې تود هرکلے اوکړۀ ۔ د هغه سره په مختلفو موضو عاتو خبرې اترې اوشوې او ورسره ورسره د سي پېک موضوع هم زير بحث راغله  ځکه چې زمونږ ملګرو ته زيات معلومات د سي پېک په حقله پکار وو ۔ د ماښام د ډوډۍ انتظام وائس چانسلرصېب کړے وۀ او بيا د ډوډۍ نه بعد مو د يونيورسټۍ په ګېسټ هاوس کښې شپه تېره کړه ۔

۲۹م دسمبر

چونکې زمونږګاډے خو په سوراب کښې خراب شوے وۀ او هلته مو پاتې کړے وۀ نو بيا د وړاندې تللو د پاره د بل ګاډي ضرورت وۀ نو د ماسخوتن نه عبېد د خپل يو ملګري سره رابطه اوکړله او هغه يو کوسټر مونږ ته اوکړو ګوادر ته دتللواوبيا واپس د سوراب پورې د راوستلو ۔ په اته بجې مونږ د خضدار نه راووتلو او د شپې نه دا فېصله شوې وه چې د سوراب نه به د پنجګورپه لارې مخکښې ځو ۔ نو بيا د خضدار نه واپس سوراب ته راغلو او بيا د سوراب نه پنجګور ته روان شو ۔ د سوراب نه ګوادر ته ۷۲۲ کلوميټر لار ده ۔ د سوراب نه پنجګور او بيا وړاندې تربت او تر ګوادره پورې په دې لار چې کوم د سيکيوريټي واله وو هغوي زيات مروت، خټک، افريدي وغېره وو ۔ په پاو کم درې بجې مونږه په پنجګور کښې د روډ په غاړه په غريب نواز هوټل کښې ډوډۍ وخوړه ۔ بلوچستان ته چې کله مونږ د ژوب د لارې داخل شو نو شهزاد به د ترخو مصالحو او مرچکو نه فرياد کولو خو شهزاد داخبره نوټ کړې وه چې د غريب نواز هوټل او بيا وړاندې په تربت يعني د بلوچو په علاقه کښې بيا ترخې مصالحې ډېرې نۀ وې ۔ په دې هوټل يې ليکلي وو”غريب نوا ز هوټل سي پېک روډ پنجګور” خو د مختلفو خلقو نه د تر لاسه شويو معلوماتونه پته اولګېدله چې دا روډونه د مشرف او څه لږ د نواز شريف په وخت کښې اېن اېچ اے واله جوړ کړي دي او دسي پېک پراجېکټ پکښې څه ونډه نشته ۔ چې مونږه کله تربت ته ورداخلېلدلو نو دتربت د ډپټي کمشنر سره رابطه شوې وه او يونيورسټۍ ته د داخلېدلو نه وړاندې د تربت د ډسټرکټ اېډ منسټرېشن يو اهلکار ناصر دشتي مونږ ته په بائي پاس روډ ولاړ وۀ ۔ او بيا د هغوي ګاډے مخکښې او زمونږ کوسټر ورپسې وۀ او يونيورسټۍ ته ورداخل شو۔  په تربت يونيورسټۍ کښې مونږته دکمپيوتر سائنس پروفېسر مختار حسېن او پروټوکول آفيسر مير بهاد بريفنګ راکړۀ ۔ دا يونيورسټي په کال ۲۰۱۳ کښې جوړه کړے شوې ده ۔ دا يونيورسټي  په ديارلس سوه اېکړه رقبه مشتمله ده ۔ موجوده بلډنګ ته دايونيورسټي په کال ۲۰۱۸ کښې منتقل شوې ده ۔ ددې نه وړاندې دا د کرايه په بلډنګ کښې وه ۔ په دې يونيورسټۍ کښې تقريباً پينځلس سوه طالب علمان دي او تقريباً سل پروفېسران دي ۔ د يونيورسټۍ د اهلکار نه چې ما په تربت يونيورسټۍ کښې د سي پېک څېړنيز مرکز پوښتنه اوکړه نو هغه جواب راکړۀ چې يو سنټر شته چې د اقتصادياتو د څانګې د رئيس په مشرۍ کښې کار کوي خو تر وسه پورې يې د سي پېک په باره کښې کومه غونډه يا نور څه سرګرميانې نۀ دي کړي ۔ تر دې پورې چې د سي پېک په باره کښې دغه سنټر يو پمفلټ هم نۀ وۀ چاپ کړے چې مونږ ته ترې څه مواد په لاس راغلے وے ۔ په دې دوران کښې ډاکټر شفيع د بلوچستان د پخواني وزير اعلي ډاکټرعبدالمالک بلوچ تپوس اوکړۀ نو هغوي ووئېل چې هغه موجود دے او بيا هغه ته اطلاع ورکړے شوې وه او چې کله مونږ د يونيورسټۍ نهووتلونواطلاع وشوه چې ډاکټر مالک بلوچ د مېلمنو په انتظار ناست دے ۔ درنګ ساعت له مونږ د مالک بلوچ حجرې ته اورسېدلو ۔ خبرې اترې شروع شوي او زيات بحث په سي پېک وشو ۔ په دې موقعه يو ځوان هلک چې وړه وړه ګيره يې وه او د مېلمنوخدمت ته لاس په نامه ولاړ وۀ ما خيال کولوچې دا کوم د مالک صېب د حجرې نوکر دے خو چې مونږپه ساه صورت شو او خپله پېژندګلو مواوکړه نو مالک بلوچ صېب ووئېل چې دا زما ځوے دے اووس يې د انګلېنډنه اېم بي اے کړے دےاوپه مزحيه انداز کښې يې ورپسې دا خبره هم زياته کړه چې دے لا بې روزګاره دے  ۔ دا هم يو کلچر او درناوے دے چې مېلمه ته نوکر نۀ بلکې پخپله لاس په نامه ولاړ وي ۔ د سي پېک نه علاوه مالک بلوچ په تاريخ، بلوچي ژبه او ادب، او په سياست وغېره خبرې اترې اوکړې ۔په خپلوخبروکښي هغه دا هم زياته کړه چې نن سبا مقتدر قوتونه په سمندرونو او په فضا قبضه کول غواړي ۔ په دې موقعه هغه د يوکتاب حواله هم ورکړه چې نوم يې دے “پاور آف دي سي” يعني د سمندر طاقت ۔ هغه ملګرو ته د دې کتاب د مطالعې سپارښت هم اوکړۀ ۔ هغه دا هم ووئېل چې د سسي پنو د قيصې د يو کردارتعلق د تربت سره دے ۔ او د بلوچي ادب د ټولو نه زيات تخليق په تربت کښې کيږي ۔ هغه داديبانو د حوصله افزايۍ د پاره ډېر کوټلي ګامونه اخستلي دي او دا يې ووئېل چې ما اعلان کړے وۀ چې څوک هم په بلوچۍ کښې کتاب ليکي نو د چاپ کولو انتظام يې زما په غاړه دے او وس داسې څوک نشته چې کتاب يې ليکلې وي او د چاپ نه پاتې وي ۔ په ګپ ګپ کښې يې ډېرې خبرې اوکړې د ذکري مسلک خبره او د پيوټن او د روس سره د روحاني تعلق خبره يې هم وکړه ۔ د بلوچو او د پښتنو په تعلقاتو او کلتوري او تاريخي روابطو او يوشان حالاتو يې هم خوندور بحثونه اوکړل ۔ اګر چې د هر چا دا خواهش وۀ چې د مالک بلوچ نه په مختلفوموضوعاتو سوالونه اوکړي او د هغوي نظر معلوم کړي خو هغه زيات وخت زمونږ يو نازولي سټوډنټ شهزاد واخستو او ټولې پوښتنې هم هغه اوکړې ۔ د ډېرو علمي او سياسي بحثونو نه وروستو زمونږ د پاره د ډي سي تربت د طرف نه په سرکټ هاوس کښې د قيام و طعام انتظام شوے وۀ ۔ نو بس هلته لاړو او شپه مو تېره کړه ۔

۳۰م دسمبر ۲۰۱۸

سحر په نهه نيمې بجې مونږ دتربت نه د ګوادر په لورروان شو ۔ په لار کښې په چيک پوستو هم پښتانۀ ولاړ وو ۔ په يو چيک پوسټ يو پښتون اېف سي واله سره خبرې اترې وشوې هغه وئېل د ريټائرمنټ وخت مې پوره دے خو سي پېک ته يې لېټ کړي يو وائي چې دوه کاله به زياتي نوکري کوئ ۔ او بس دا يې هم ووئېلو چې سي پېک مو او نۀ ليدلو خو هر ځائے کښې چې وي خو الله دې دا دوه کاله په خېر تېر کړي چې ريټائرمنټ واخلم ۔ وړاندې په يو بل چيک پوسټ د لکي مروت يو سپاهي ولاړ وۀ هغه ته چې مونږه ووئېل چې د سي پېک روټ په وېزټ ګوادر ته ځو نو په خندا شووئېل په ګوادر کښې څه دي د ګوادرنۀ خو پيزو ښکلې علاقه ده (پيزو د لکي مروت يو ځائے دے)۔  او اخرکار په پينځمه ورځ د زرګونو ميله لارې وهلو نه وروستو په دېرشم دسمبر کال ۲۰۱۸ د ماسپخين په دولس نيمې بجې مونږ د ګوادر په ښار ورداخل شو ۔ هلته هم د ګوادر ډپټي کمشنر زمونږ د پاره د شپې انتظام کړے وۀ ۔ او بيا مونږهلته وراغلو او لږه شيبه د دمه کېدلو نه بعد واپس راووتلو او بيا د تربت يونيورسټۍ د ګوادر کېمپس ته لاړو ۔ دا د چهټۍ ورځ وه خو د کامرس يو ليکچرار مجاهد حسېن زمونږ په انتظار وۀ او هغه مونږ ته د ګوادر، او د کېمپس په حقله بريفنګ راکړۀ ۔  د ګوادر کېمپس په کال ۲۰۱۷م کښې جوړکړے شوے دے او د ضروري قانوني کاروائي نه بعد به دا ځانله يوه بېله يونيورسټي جوړه شي ۔ په موجوده وخت کښې په دې کېمپس کښې يوسل ووۀ اتيا زده کونکي دي ۔ د مجاهد صېب نه چې کله په دې کېمپس کښې د سي پېک په حقله د کانفرنس يا سيمينار تپوس وشو نو هغه ووئېل چې تر دې وخته دلته څه داسي سرګرميانې نۀ دي شوي ۔ البته په مستقبل کښې به کيږي ۔ مجاهد صېب دا هم ووئېل چې د سي پېک په پراجېکټ کښې په فقير کالونۍ کښې يو پرائمري سکول جوړ شوے دے ۔ د يادونې وړده چې د بلوچستان پخواني وزير اعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ هم په خپلو خبرو کښې دا وئېلي وو چې د سي پېک په پراجېکټس کښې دغه سکول د څلورو کروړو روپو په لاګت جوړ شوے دے ۔ دغلته په کېمپس کښې مونږ چائے هم وڅښله او بيا ډاکټر شفيع په رسمي توګه د مجاهد صېب شکريه ادا کړه او نورو ملګرو يې هم مننه اوکړه ۔ د کېمپس نه چې بهر راووتلو نو مونږه يو غر ته وختلوپه کوم ځائے کښې چې د ګوادر پي سي هوټل دے او ټول ګوادر ترې لاندې په نظر راځي ۔  هلته د چکر نه وروستو بيا مونږه په ګاډي کښې د يوې نيمې ګهنټې د سفرنه وروستوجيوني ته لاړو۔ په جيوني کښې د سمندر په غاړه د نمر د پرېوتلو نظاره د کتلو څيز دے ۔ دغه نظاره مو اوليدله او بيا واپس راروان شو ۔ په ګوادر سټي بازار کښې مو په شينواري ريسټورانټ کښې د ماښام روټۍ وخوړه ۔ د يادونې وړ ده چې د دغه ريسټورانټ مالک د سوات د امانکوټ اوسېدونکےدے ۔ زمونږ يې ډېر ښۀ خيال اوساتلو ۔ مننه يې کوو ۔ د ماښام د ډوډۍ نه بعد بيا خپل د رهائش ځائے ته راغلو ۔ شپه مو هلته تېره کړله ۔

۳۱م دسمبر ۲۰۱۸

سحر په شپږ نيمې بجې ګوادر نه واپس راروان شو ۔ په لار کښې په پنجګور کښې مو روټۍ وخوړه ۔ ټول ملګري ډېر ستړي وو خو چې کله عبدالله روغاني پاڅېدلو او د بجلي ګر مولانا په اواز کښې يې د استاذانو د عذابونو قيصې شروع کړې او څوک يې په ګرزونو ووهل او په چا يې ماران او لړمانان را پرېښودل نو بس بيا مو خپلې کولمې په لاسونو کښې نيولې وې ۔ هغه چې به شروع اوکړه نو وئېل به يې چې يو اواز به اوشي ۔ نو بس د دې سره مو ستړے والے څه قدرې کم شۀ ۔ او ماښام شپږوبجو له سوراب ته راورسېدلو چرته چې زمونږ وران ګاډے ولاړ وۀ خو وس د خېره جوړ شوے وۀ ۔ د يادونې وړده چې د خضدار نه چې مونږ ګوادر ته په کوم ګاډي کښې لاړو او بيا واپس سوراب ته راغلو ددې ګاډي دوه ډراېوران او يو کنډکټر نذير احمد، غلام نبي او عبدالغني درې واړه براهويان وو خو زمونږه يې ډېر زيات خيال اوساتلو ۔ ټول ملګري ترې ډېر زيات خوشحاله وو ۔  د دوي سره د يو ډرائېور ځوے هم وۀ چې د ووم جماعت زده کونکے وۀ چې نوم يې منصور علي وۀ ۔   په سوراب کښې مونږ دوي ته په مخه خاووئېل اوبياخپل ګاډي ته راوختلو ۔ مشتاق او عظمت چا چا ز مونږ سره ډېر په ګرمجوشۍ ستړي مشي اوکړل او ډېر زيات خوشحاله شول ځکه چې هغوي درې شپې دغلته يواځې کړې وې او ډېر تنګ شوي وو ۔ نهه نيمې بجې کوئټې ته راورسېدلو او په هوټل کښې زمونږ د پاره د شپې انتظام شوے وۀ ۔ په هوټل کښې چې مو دمه اوکړه نو د عبېد يو ملګري حاجي جلات خان صېب زمونږد پاره په خپله حجره کښې د ډوډۍ انتظام کړے وۀ ۔ زمونږه يې ډېره درنه مېلمستيا اوکړه ټولو ملګرو يې مننه اوکړه ۔ مونږه د حاجي جلات خان په حجره کښې ناست وو چې د شپې دولس بجې شوې اود کوئټې په ښار کښې دنوي کال دجشن په سلسله کښې هوائي فائرنګ شروع شو ۔ زمونږ ټولو ملګرو هم يو بل له د نوي کال مبارکيانې ورکړې ۔ زمونږ سره د اسلاميه کالج د پاکستان سټډي پروفېسر فضل رحمان صېب زما په خوا کښې ناست وۀ وئېل نن زما د زېږون ورځ هم دبره شوه نو بس بياڅه وو خو ټولو ملګر هغه ته په يو اواز هېپي برت ډے هم ووئېلو ۔  واپس شپې له هوټل ته راغلو او په هوټل کښې موشپه تېره کړله ۔

نوے کال ۱م جنوري ۲۰۱۹

په اته بجې مو په کوئټه کښې ناشته اوکړله او بيا د کوئټې نه راووتلو ۔ د ژوب په لاره واپس ډي ائي خان ته راورسېدلو ۔ دا لار هم ډېره ستړې وه خو چې جنېد، عبېد، صفت، يعقوب او ادريس به کوم وخت کښې د حکيم صېب نه د مختلفو مرضونو د علاج د نسخو معلومات شروع کړل نو بيا په لارې نۀ يو پوهه شوي ۔ نورالامين او عبېدمشوره کړې وه او چې چا به د ډوډۍ د خوړلو خبره کوله نو په خوله کښې به ورته د کېلې يا د امرود دانه پرته وه او سمدستي به بياحکيم صېب خپلې نسخې خرڅول شورع کړل نو بس داسې يې ټول ملګري غونډه ورځ وږي وساتل او او ماسخوتن نهه بجې مو په کرک احمد اباد کښې روايتي پېنډه وخوړله ۔

۲م جنوري کال ۲۰۱۹

د احمد اباد نه چې راروان شو او پېښور ته رارسېدلو نو د شپې يوه بجه وه او په ګړۍ کښې دوېم تاريخ ښکاره شوې وۀ ۔ په يوه بجه پېښور پوهنتون ته راورسېدلو ۔ دلته ملګري تقسيم تقسيم شول څوک کورونو ته لاړل ، څوک هاسټلو ته لاړل او څوک د چا ملګرو څنګ ته لاړل ۔ او دغه رنګ دا د خوندونو اورنګونو تفريحي او تعليمي دوره پائے ته اورسېدله ۔ په دې يادګاري سفر کښې چې زمونږ سره کوم ملګري شامل وو د هغوي نومونه دا دي: ډاکټر شفيع،محمد عبدالله، ډاکټر محمد علي ديناخېل، معظم علي خان فېکلټي ممبرز ايريا سټډي سنټر پېښور پوهنتون، عبېد الله خان، شهزاد خان، محمد ادريس خان،جنېد، يعقوب، صفت، اېم فل پي اېچ ډي سکالرز ايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون، ډاکټر نورالامين، پروفېسر فضل رحمان پاکستان سټډي ډيپارټمنټ اسلاميه کالج يونيورسټي پېښور، عبدالله روغاني شرينګل يونيورسټي، بهادر شېر خټک، ډاکټر عرفان علي پېښور، شبير خان صوابي،

يوه خبره دا که اول پکار ووخو که په په اخره کښې يې هم اوليکم نو اهميت ېې نۀ کميږي هغه دا ده چې په دې سفر کښې چې مونږ ته د رهائش، سيکيوريټي او په بعضي ځايونو کښې درنګينو خوراکونو او مېلمستيا موقعې مېلاو شوي دي نود دې کرېډېت يو ناليدلي او ناپېژندلي او بل ليدلي او پېژندلي شخصياتو ته ځي ۔ وړومبے تن چې زمونږه ډېرو ملګرو نۀ ليدلے دے او نۀ يې پېژني دا د بلوچستان د ژوب دسيمې د يوې درنې پښتنې سياسي کورنۍ سره تعلق لرونکےتکړه او ځوان په علم او پوهه مئېن انسان محترم اياز مندوخېل صېب دے چې ټول ملګري يې غائبانه د ځان داسې عاشقان کړل چې هر څوک غواړي د هغوي سره يو ملاقات ضرور اوکړي ۔ او دوېم تن چې دے د هغه ډېر صفت نۀ کوم ځکه چې هغه ډېر زيات قابل دے خو که د هغه د قابليت صفت اوکړم نو بيا زما اهميت کميږي ۔ بهر حال اوس خو مې خبره شروع کړې ده خو دے دومره قابل نۀ دے ځکه چې زما غوندې د يو ناقابل استاذ شاګرد دے ۔ نور مخکښې پسې نۀ ځم بيا به رانه په صفت کښې خواږه سېوا شي خو دا عبېددے چې د پاکستان په يوه سرکاري محکمه کښې يې ډېره لويه او ذمه واره کرسۍ سنبال کړې ده خو دا هم ياد ساتۍنۀ يواځې يې سنبال کړې ده خو په چل يې هم پوهيږي ۔ عبېد په دوه زره پينځم کښې د پاکستان په سول سروس کښې ملازمت شروع کړے دے۔ يو زمه وار او تکړه افسر دے ۔ او وس وس يې زمونږ سره په ايريا سټډي سنټر کښې په اېم فل کښې داخله اخستې ده ۔ مونږه ورته ډېر خوشحاله يو ځکه چې يوښۀ خواري کښ طالب علم دے ۔ البته دغه يوه ګيله خو ترې ضرور شته چې يوه ورځ يې دحکيم صېب په نسخو مشغول کړو او د ماسپخين ډوډۍ يې راباندې نۀ ده خورولې خو هغه وائي چې دا هم د تربيت يوه حصه وه ۔

او يوه خبره ياد ساتئ چې يو درېم کس هم شته چې مونږه ټول د هغه ډېر سخت خلاف يو خو دا دوره د هغه نۀ بغېر بالکل نۀ شوه کېدلے ۔ وس مسئله دا ده که د دې درېم تن نوم هم قدر له اخلم نو مسئلې جوړيږي ځکه خلق يې خلاف دي سره زما نه او که نۀ اخلم نو تحريري ديانت خلاف خبره ده خو ځه بس وائم به يې نو ځکه د خلاصي څه لار نشته ۔ دا زمونږ د ټولو تريخ ملګرے اولکه د وجود په زړۀ هم غټ او د څۀ غصې سره د لوئے زغم او برداشت مالک پروفېسر ډاکټر نورالامين صېب دے ۔ چې د سفر په دوران کښې يې د ګران مشر اياز مندوخېل سره وخت په وخت تماس نيولے دے او ټول ملګرې يې په ارام ساتلي دي او کله چې به ملګري ډېر ستړي شو نو بيا به د دۀ خپه هم درنه درنه شوه او لږ به پاڅېدلو نور خو تاسو پوهه يۍ ۔ اوپه داسې موقعوبه ورسره کله کله جنېد هم غاړه ورکړه ۔ او يو ځل نيم يې عبېد هم ملګرتيا کړې وه ۔ټول ملګري د دې درېو واړو نوميالو منندوئے دي او ورته لاس په دعا دي ۔ د بيا داسې علمي او خوندورو سېلونو په هيله مو په لوئے څښتن سپارم

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow