افغان دولت شاعرانو او ليکوالانو ته صدارتي ايوارډونه ورکړل

 پېښور پوهنتون پښتو اکيډيمي او د ننګرهار پوهنتون په شمول د افغانستان د نورو پوهنتونونو سره د تعليمي ،کلتوري او فرهنګي چارو کښې لاس ليک وشو 

ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

پېښور پوهنتون پښتو اکيډيمي او د ننګرهار پوهنتون په شمول د افغانستان د نورو پوهنتونونو سره د تعليمي ،کلتوري او فرهنګي چارو کښې لاس ليک وشوډاکټر سيد ظفرالله بخشالےتيره ورځ ۱۴ نومبر ۲۰۱۸ کښې په  پښتون کلچر ميوزيم کښې د ډاکټر عمر زاخېلوال په مشرۍ کښې يوه ادبي غونډه وشوه  چې پکښې د پېښور پوهنتون پرو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عابد د ننګرهار پوهنتون چانسلر ببرک مياخېل،ډين فيکلټي اف اسلامک اينډ اورنټل سټډيز پروفېسر ډاکټر معراج السلام ضياء ، ډائيريکټر پښتو اکيډيمي پېښور پوهنتون  پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، د اولس مشر

سلا کار ډاکټر لال باچا ازمون ،د پښتو اکيډيمي پخواني مشره ډاکټر سلمي شاهين، قام پرست دانشور افراسياب خټک په سټيج ناست وو ۔ د غونډي پيل دتلاوت کلام پاک نه وشو د پې ايچ ډي سکالر شاکرالله تلاوت وکړو د نظامت چاري انور اورکزے ترسره کړي ۔ د پښتو اکيډيمي ډائيريکټر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير  د راغلو مېلمنو ته هر کلے اوئيلو دوي زياته کړه چې دا ډيره د وياړ خبره ده چې نن پېښور پوهنتون او ننګرهار پوهنتون بشمول د نورو پوهنتونو سره په کلتوري فرهنګې او تعليمي ميدان کښې لاس ليک کوي ۔ د دے لاس ليک سره به په کلتور ، ادب او فرهنګ کښې تحقيقي څيړنه کيږي ۔ په  دے موقع د اولس مشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي سلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون د اولس مشر ځانګري فرمان ا وئيلو چې * د پښتو ادب او هنر يو شمير تکړه ليکوالان ، شاعران ، اديبان او فرهنګي شخصيتونه په اړونده برخو کښې ښې لاسته راوړني لري او د اولس د ويښتيا لپاره ئي د افراطيتاو تشدد پر خلاف اغيزمنه مبارزه کړي چې کړنې ئي د ستايني او قدر وړ ګڼل کيږي له همدي امله  د دوي د هڅو او لاسته راوړنو د قدر داني لپاره  د افغانستان د اساسي قانون د ( ۶۴) مې مادې د (۱۹مې) فقري له حکم سره سم هر يو ه :  ليکوال او شاعر ښاغلي محترم هميش خليل،ليکوال ښاغلي  طاهر اپريدی، شاعر او ليکوال ډاکټر اباسين يوسفزی،ليکوال او ژورناليسټ ښاغلي نورالبشر نويد ، شاعر ښاغلي درويش درانی،ژورناليسټ ښاغلي شميم شاهد ، ژورناليسټ ښاغلي پير سفيد شاه همدرد،هنر مندهارون باچا ،د پښتو اکيډيمي کوئټه مشر سيد خېر محمد عارف  او د يادګارپه توګه ارواښاد عالمزيب خان  اوارواښاد ارباب مجيب خليل درنو کورنيو ته د غازي مير باچه خان دولتي مډالونه ،او همداراز ليکوالي شاعري اغلې سيده سيد حسينه ګل تنهااو ليکوالي ډاکټر سلمي شاهين ته د مېوند معرکې اتلې ملالۍ دولتي ميډالونه ورکړه منظوروم . د لوي خدای (ج) له درباره نوموړو ته د فرهنګ او ادب له لارې د افراطيت اوتشدد پر خلاف د مبارزي او ولس ته د خدمت په برخه کښې د لازياتو برياوو هيله کوم ( د افغانستان د اسلامي جمهوريت رئس) په پاکستان کښې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال په صدارتي وينا کښې اوئيل چې نن ډير خوشحاله يم چې تاسو په مينځ کښې ولاړ يم ۔ افغان ملت ټول يو دے زمونږ ژبه ، کلتور غم ښادي زمونږ يو دے څنګه چې زمونږ ژبه او کلتور يو دے نو دغه شان زمونږ دشمن هم يو دے نن ټوله نړي د پښتون په سر لګيا دے او سوداګاني کوي خوکۀ چري مونږ خپل اهدافو ته ځان رسول غواړو نو بايد چې مونږ خپله ژبه خپله فرهنګ راټنګ کړو ۔ مونږ غواړوچې داوړو طرفته دے د امن او سولي فضا جوړه شې دوي د اولس مشر ډاکټر محمد اشرف غني له خوا مډال اخستونکو شاعرانو او ليکوالانو ته مبارکي هم ورکړهپرووائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد عابد په خپله وينا کښې د پوهنتون له خوا د راغلو مېلمنو او ګډون والو شکريه ادا کړه دوي د ډواړو پوهنتونوپه تعليمي فرهنګې  او لساني اړيکو با ندي زور واچولو دوي اوئيل چې نن د سائنس او ټيکنالوچې دور دے بايد چې پښتانه ځوانان د نوي دور د تقاضو مطابق ځغل وکړي پښتو اکيډيمي او کابل اکيډيمي د په تحقيقي بنيادونو د لسانياتو په برخه کښې معياري څيړني مخې ته راوړي ۔د ننګرهار پوهنتون چانسلر ببرک مېاخيل اوئيل چې مونږ دا هسې کوو چې د دواړه طرفته خبرې يو شي مونږ دجنګونو د ګټلو کوشش نه کوو مونږ د قلم د ګټلو هسې کوو مشکلات ډير دي خو زمونږ او تاسو ژبه او فرهنګ يو دے او دا زمونږ شريک ميراث دے ۔ پښتون دانشور افراسياب خټک اوئيل چې زمونږ په وطنونو کښې يوه لويه الميه دا ده چې مونږ په شعوري توګه په تيارو کښې ساتلے شوي يو۔ دا لويه خبره دا په دولتي کچه د پوهنتنونو په مينځ کښې لاس ليک کيږي  ۔ليکوال ،شاعر او کالم نګار محترم نورالبشر نويد اوئيل چې زمونږ تاريخ يو دے چې چاافغانستان سره بد کړي نو نن خپله په هغه بدو کښی ګير دي چا چې د پښتو او پښتنو سره څه کړي دي نو هغوي خپل عذاب ته ورسيدل په تير دورونو کښې يو بل ته سپکي سپوري وئيلي شوي دي او نن  هم  پښتون لګيا دے بد ربد وائي مونږ ته پکار دي چې دوړاه ملکونه يو بل سره ثقافتي او کلتوري اړيکې ټينګي کړي ۔ پخواني ډائيريکټر ايډميشن پروفېسر ډاکټر خزب الله صيب اوئيل چې مونږ تل دا کوشش کړي دے چې افغانستان ذده کوونکو ته ګټي ورسوو او نن تاسو ويني چې په پېښور پوهنتون کښې يو شمير محاصلين  په ماسټر او پې ايچ ډي کښې ذدهکړي کوي او دا لاس ليک به نور هم ګټور شي ۔ ليکوال او پوهان رفيع الله نيازي خپلو خبرو کښې په سيمه کښې د امن او سولي په تينګار خبره وکړه چې بايد ډواره هېوادونه د يو بل سره د ميني او رورولي فضا جوړه کړي او په کلتوري ،ژبني او تعليمي هلو ځلو کښی يو بل سره مرسته وکړي ۔ هم دا راز پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفرئي اوئيل چې دا لاس ليک به د راروان نسل د پاره ډير ګټور وي او په راروان وختونو کښې به د دے ځاي  خلق جلال آباد او کابل ته د ذده کړو د پاره ځي په ژبه او او کلتور قامونه يو کيږي ۔ پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت هم د دواړو هېوادنو په کلتوري ،تاريخي ارزښت خپله وينا وکړه ۔ د پاکستان سټډي سنټر پېښور پوهنتون ډائيريکټر پروفېسر ډاکټر فخرالسلام اوئيل چې د پښتو اکيډيمي پېښور او ننګرهار پوهنتون دا کوششونه د ستائني وړ دي زمونږ ترجحات به د امن خبره وي او يو بل ته به په درنه سترګه ګورو امن د محبت په لاره راغلے دے خو زمونږ د ټولو امن خوښ دے خو خبره د بيلتون کوو ۔ ډاکټر پروفېسر سلمي شاهين صاحبې خپله وينا د ټپي نه وکړه چې   خانان به بيا سره خانان وي  پکښې به  توي شي د رامبيل چامبيل ګلونه دوي زياته کړه چې د علم او دانش د سرحدونو پروا نه لري او هم دغه وجه وه چې باچاخان ئي په ټوله نړي وپيژندو هر پښتون ته پکار دي چې ځوان کهول ته لاري پيږدي زمونږ د کلتور او فرهنګ اړيکې د پخوا راهسي دي کله چې په کال ۱۹۵۲ کښې خادم محمد اکبر خان  ګل پاچا الفت ، عبدالله بختانے او د لوي کور نورو پوهانو د خوشحال خان خټک قبر ته قطبه روړه نو د هغی وخت راهسي زمونږ د غه سلسله تر اوسه رواونه ده ۔ د وحدت ورځپاڼي مشر پير سفيد شاه همدرد وائيل چې زه نن ډير خوشحاله يم چې نن افغان دولت شاعرانو او ليکوالانو ته درناوي ورکوي دوي تل د پښتو او پښتنو خدمت کړے دے ۔په غونډه کښې دپورته ذکر شوي کسانو نه علاوه  پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم ،پروفېسر ډاکټر روح الله ، پروفېسر ډاکټر فرخنده لياقت ، اقبال حسين افکار ، ډاکټر محمد علي دينا خېل ، ډاکټر احمد علي عاجز ، ډاکټر شاهده سردار ، اسد دانش ، پروفېسر اسير منګل ، اکبر هوتي او  يو شمير شاعران ، ليکوالان ، پوهانو ګډون وکړو ۔

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow