د افغانستان دوره (۱۶ دسمبر نه ۲۱ دسمبر ) پورې ډاکټر محمد علي ديناخېل


زۀ دشپږيشتو نورو ملګرو سره “د نابغه خوشحال کانفرنس” کښې د ګډون د پاره په شپاړسم دسمبر کال ۲۰۱۸ د اسلام اباد هوائي ډګر نه ماسپخين روان شوم او د پينځه څلوېښتو منټو د هوائي سفر نه وروستو الوتکه د کابل په هوائي ډګر کوزه شوه ۔ چې د هوائي ډګر نه بهر ووتلو نو د کانفرنس کوربانه ډاکټر ظاهر شکيب، ډاکټر لال پاچا ازمون او ګران رفيع الله نيازي سره د خپلو نورو ګڼو ملګرو سترګې په لار ولاړ وو ۔
د هغه ځائے نه مونږ ټول د کابل پوهنتون ته لاړو چې هلته د کابل پوهنتون رئيس (وائس چانسلر) ډاکټر حميدالله فاروقي سره د نورو پروفېسرانو مونږته هر کلے ووئېلو او بيا په يو کانفرنس روم کښې د لنډو خبرو اترو نه وروستو مو چائے اوڅښله او بيا مېلمستون (ګېسټ هاوس) ته راغلو۔ 
په وولسم تاريخ سحردکابل په مضافاتو کښې د سېل سپاټې يوې ښائسته علاقې پغمان ته لاړو او هلته مو د سېل ځايونه اوليدل مخامخ د پغمان په غرونو واوره پرته وه خو موسم ېخ نۀ وۀ ۔ دغلته مونږه مشهور د پغمان د قصر (ماڼۍ ) سېل هم اوکړۀ ۔ او بيا په پغمان کښې مو د احسان الله کاموال په ځائے کښې ډوډۍ اوخوړه ۔
دوه بجې کابل پوهنتون ته لاړو او د “نابغه خوشحال” کانفرنس باقاعده پرانسته وشوه ۔ د کانفرنس د باقاعده پرانستې دستورې نه بعد مونږ يو ځل بيا ماښام د کابل هوائي ډګر ته راغلو او ماښام په الوتکه کښې د افغانستان تاريخي ښار کندهار ته روان شو۔ د يوې ګهنټې د سفر نه وروستو مونږه د کندهار په هوائي ډګر کوز شو۔ د هوائي ډګرنه بهر د کندهار والي (ګورنر)مونږ ته هرکلے اوکړۀ او بيا په ګاډو (موټرو) کښې کښېناستو او عېنو مېنې (دا يو ښائسته ماډرن ټاون دے) ته لاړو ۔ په عېنو مېنه کښې مو د ماسخوتن ډوډۍاوخوړه او شپه مو هم هلته ډېر په ارام تېره کړه ۔ 
په اتلسم دسمبر په کندهار پوهنتون کښې ددروېش دراني او ښاغلې طاهر افريدي د کتابونو د مخکتنې دستوره اوشوه ۔ ماسپخين مو د کندهار د پوهنتون مختلفې شعبې اوليدلې او بيا د ماسپخين د ډوډۍ نه وروستو د کندهار سېل له ووتلو۔ په دې موقعه مو د لوئے احمد شاه ابدالي مزار، د مېروېس بابا مزار، خرقه مبارکه او يو شمېر نور ځايونه اوليدل ۔ په واپسۍ کښې راته د کندهار والي په خپلو لاسو د کتابونو او نوادراتو ډالۍ راپېرزو کړې ۔ مننه يې کوو ۔ ماسخوتن د کندهار هوائي ډګر نه بيا کابل ته راغلو ۔
په شلم دسمبر سحر په لس بجې په علومو اکاډمۍ کښې د کانفرنس د مقالو اورولو دوره شروع شوه ۔ ټولې پينځلس مقالې په درېو مختلفو نشستونو کښې واورولې شوې ۔ زما مقاله د خوشحال خان د سوات نامې په موضوعاتو وه ۔ د مقالو داخري نشست په پائ کښې د کانفرنس د منتظمينو له خوا ستائېنليکونه، شيلډونه او د کتابونو ډالۍ راکړے شوې ۔ د ماښام ډوډۍ مو د يو نوي منتخب شوي پارليمينټيرين انجينير کمال په ځائے کښې وخوړه ۔ د مېلمستيا او مينې يې مننه کوو ۔ 
په يويشتم دسمبر د “نابغه خوشحال” د کانفرنس اختتامي غونډه په ارګ کښي د سلام خانې په مانۍ کښې د ولسمشر ډاکټر اشرف غنې په مشرۍ کښې وشوه ۔ د غرمې روټۍ مو هم په ارګ (ايوان صدر) کښې وخوړه ۔ د ماسپخين نه بعد مو د باغ بابر سېل اوکړۀ ۔ د بابر د باغ د سېل نه وروستو د دانش خپرندويه ټولنې مدير ګران اسد دانش صېب ټول مېلمانه خپل د نشرواشاعت دفتر ته راوستل اودچايو مېلمستيا يې اوکړه ۔ زۀ په خصوصي توګه د دانش صېب مننه کوم چې ما ته يې دوه کتابونه پهډالۍ کښې راکړل ۔ ماښام ته بيا د افغانستان د ملي راديو تيليويزن ته راغلو د موسيقۍد خوندور محفل نه وروستو مو هم هلته ډوډۍ اوخوړه ۔ په اخره کښې د ملي تيليويزن او د کلچر ډيپارټمنټ له طرفه د کتابونو ډالۍ ټولو ګډان والو مېلمنو ته ورکړے شوې ۔ او بيا مېلمستون ته راغلو ۔ په مېلمستون کښې مو شپه تېره کړه او سحر په شلم تاريخ د کابل پوهنتون رئيس ټولو مېلمنو ته په خپلو لاسو ډالۍ ورکړې ۔ د دې نه وروستو د درنو ملګرو نه په کابل هوائي ډګر کښې د اسلام اباد هوائي ډګر پله راروان شو ۔ ملګري خپلو خپلو کورونو نه لاړل او زۀ خپل کور پېښور ته ماښام راورسېدم ۔
د يادونې وړ ده چې د کابل پوهنتون زلمي او تکړه استاذ ښاغلي محمود مرهون صېب هم ټولو مېلمنو ته د کتابونو ډالۍ ورکړې ۔ مننه يې کوو ۔کور يې ودان ۔
په دې دوره کښې زمونږ سره د مالاکنډ پوهنتون نه ډاکټر علي خېل درياب، ډاکټر نورالبصر امن، ډاکټر سمندر يوسفزے،جناب اصف عمران، د عبدالولي خان پوهنتون مردان نه ډاکټر ظفر بخشالي، د باچا خان پوهنتون چارسدې نه ډاکټر محب وزير، د اسلاميه کالج نه ډاکټر اباسين يوسفزے او ډاکټر نياز محمدعاجز، د پېښور پوهنتون نه ډاکټر فضل رحيم مروت صېب، ډاکټر معراج الاسلام ضيا، ډاکټر نصر الله جان وزير، ډاکټر محمد علي ديناخېل، د ګورنمنټ کالج نه ډاکټر عبدالحکيم شاه او د نورو مختلفو شعبو سره تعلق لرنکي ډاکټر يار محمد مغموم خټک،ډاکرحمت شاه سائېل،شمس بونېرے، ميا وکيل شاه فقيرخېل، زاهد خټک د قائد عظم پوهنتون نه ډاکټر حنيف خليل، د بلوچستان نه ډاکټر صادق ژړک، خېر محمد عارف، خدائے نور ناصر، عارف تبسم، ملک عناېت، عبدالله جان نورزے، رازق فهيم وغېره شامل وو ۔
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د مشر ډاکټر ظاهر شکيب، جناب رفيع الله نيازي او د مشور وزير ډاکټر لال پاچا ازمون او د هغوي د نورو ملګرو مننه کوو او دې زيار ته يې په درانۀ نظر ګورو ۔ د وېزې او نورو اسانتياوو د پاره په اسلام اباد کښې د افغانستان په سفارت خانه کښې د نصير احمد دراني او په پېښور کښې په افغان کونسګرۍ کښې د اسدالله فاروقي هم ډېره مننه کوو ۔

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow