محسود تحفظ مومنټ په ملی پاڅون کښې څنګه بدل شو ( ویده پشتنه کاکړ‎ه )

د پاکستان په ۷۰ کاله تاریخ چې زۀ نظر واچوم نو ما پښتون په قامی توګه یو ځاے نۀ دے سره لیدلے . پښتون یو داسي قام دے چې دے په خپل مېنځ کی شل ځله تقسیم دے هغه که موږ د سیاسي قام پرسته پارټیانو په نظر ئې و ګورو نو دے هلته پینځه شپږ ځله تقسیم دے او که د مذهبي فرقو په لحاظ یې وګورو نو دے هلته هم بې شمېره تقسیم دے . او بل د نیشنلزم په نامه موږ خپل ورور اصلاح کولو پۀ ځاے هغۀ ته د ګل خان نوم ورکړے دے او هغه مه دا ځان نه جدا کړے دے او د ګل خان نوم یو منفي اثر اچولے دے .نو دلته سوال دا پیدا کېږی چې یو داسی قوم چې نۀ په سیاسي او نۀ پۀ مذهبي توګه سره یو وو هغه څنګه په پښتون ملي پاڅون کښې د خپل قام حق غوښتنې د پاره سره یو آواز سو او پاکستاني ریاست ته مخامخ شو؟

 

د ۲۴ کالو ځوان منظور پشتین یو تحریک د ” محسود تحفظ مومنټ ” پۀ نوم ۲۰۱۳ ء کښې هم پېل کړے وو ـ دې تحریک زور هلته واخستو او پۀ ملي پاڅون کښې بدل شو کله چې پۀ کراچۍ کښې د یوۀ ځوان نقیب الله محسود ماورائي عدالت قتل وشو ـ د ریاستي جبر او د زیاتي پۀ ضد پېل شوے دا مارچ چې کله د ډېره اسماعیل خان نه پېل شو نو د دې مارچ شمار یوازې دېرش کسان وو بیا چې کله دا مارچ د بنو، لکي مروت او د کوهاټ پۀ لار پېښور ته ورسیدو نو هلته ورته خلکو دروند هر کلے وکړو او د مارچ شمار پۀ سوونو بدل شو ـ همداسې دد پښتنو سیاسي ګوندنو په شامېلیدو د دې مارچ شمار زیاتیدو نو کله چې پېښور نه اسلام اباد ته ورسیدو پۀ زرګونو بدل شو او هلته ئې د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته پرلت ووهلو ـ کله چې دا تحریک پېل شو نو یوازې د محسودو قبېلې پورې محدود وو خو اسلام اباد ته پۀ رسیدو دا لاریون پۀ پښتون ملي پاڅون بدل شو او د ټول پښتون قام تحریک وګرځیدو ـ د پښتنو د حقوقو دپاره د پرلت وهونکو ریاست نه خپلې غوښتنې وې کومې چې دوي د پرلت پۀ ذرېعې حاصلول غوښتل ـ د منظور پشتین او د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې دا دي ـ ۱ راؤ انور دې ونیول شي ـ۲ پۀ قبائلي علاقو کښې دې پاتي شوي بارودي سرنګونه صفا کړے شي ـ ۳ د ماوراء عدالت ورک کړې شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړے شي ـ ۴ پۀ قبائلي علاقو کښې دې د فوځي چیک پوسټونو اصلاحات وشي او د بې وجې تنګولو لار دې ونیول شي ـ ۵ د کومې ناوړې واقعې نه پس د مقامي ابادۍ پۀ ولقه کښې اخسیتل او تنګولو پۀ ځاے دې نېغ پۀ نېغه د دهشتګردو پۀ ضد عملیات وشي ـ دې غوښتنو نه یوه غوښتنه هم ناجائزه یا د آئین او د قانون پر ضد نۀ ده ـ بیا د دې باوجود هم پاکستانۍ میډیا د ریاستي ادارو د ویرې نه دې تحریک ته کوریج ورنکړو ـ پۀ داسې وخت کښې سوشل میډیا پښتنو ته پۀ ګټه تمامه شوه او دوي د سوشل ميډیا پۀ ذریعې نړۍ ته پیغام ورکړو چې دوي دهشتګرد نۀ دي بلکه د دهشتګردۍ ښکار دي ـ د سوشل میډیا پۀ ذریعې چې کله نړۍ ته پیغام ورسیدو نو غټو غټو د خبرونو چینلو پۀ دې رپورټونه وچلول ـ د پښتون لانګ مارچ سره د یوالي دپاره پۀ ټولې نړۍ کښې پښتنو پۀ خپلو ښارونو کښې مظاهرې وکړي ـ د پښتون لانګ مارچ شرکاؤ پۀ اسلام اباد کښې هغه تاریخي لاس ورځنے پرلت ورکړو چا چې د پښتون مخالف قوتونه هم پۀ ستائنې مجبوره کړل ـ پۀ تحریک کښې یو پړاو داسې راغلو کله چې ملکانو حکومت سره پۀ سواد کولو د پرلت ختمول وغوښتل نو چې کله ځوانانو ونۀ منل نو د پرلت ګډونوال بې اسرې پاتي شول او دوي لاړل ـ پۀ دې کښې منظور پشتین همت نه کار واخیستو او ځوانان ئې نور کیناستو ته راضي کړل او حکومت سره ئې پۀ کاغذي کاروائۍ د غوښتنو پوره کولو دپاره یوه میاشت وخت ورکړو ـ

 

د پرلت د ختمیدو نه پس د پښتون تحفظ مومنټ مشرانو پۀ ټول ملک کښې د جلسو کولو اعلان وکړو د دې دپاره چې مونږ سره د شویو فوځي ظلمونو نه ټول خبر کړي ـ دا ملک یوازې د فوځي اشرافیه دپاره دے او هغه پۀ هر څۀ قابض دي د دې پۀ ضد پښتون تحفظ مومنټ برملا د اسټیبلشمنټ پۀ ضد وغږیدو ـ درازنده، ژوب، قلعه سیف الله او خانوزے کښې کامیابې جلسې وشوې پۀ خلکو کښې د ریاستي جبر پۀ ضد د غږ پورته کولو همت پیدا شو ـ سړو سره سره پکښې ښځو هم پۀ خلاص مټ پۀ دې قامي بېدارۍ کښې خپله برخه واخیسته ـ پښتون قام پۀ ډېرې زړروتیا سره فوځي اشرافیه ولړزوله ـ دا سیاسي تحریک هر ډول سیاسي مصلحت نه ازاد دے او ټولو سیاسي ګوندونو سره علاقه لرونکي پۀ دلته راتلو پښتانۀ جوړیږي او دپښتنو دپاره غږ پورته کوي

 

حکومت ته ورکړے شوے وخت ختم شوے دے خو غوښتنې تر اوسه پورې پۀ سنجیدګۍ نۀ دې اخیستي شوي کومه یوه غوښتنه هم پۀ پوره توګه سر ته نۀ ده رسیدلي ـ راؤانور ګرفتاري ورکړې ده خو اوس سوال دا دے چې ریاستي ادارې چې د راؤانور تر شا ولاړې وې ایا هغه بۀ اوس راؤانور پۀ دار کړي؟؟ د پي ټي ایم مشرانو ته اوس پۀ سنجیدګۍ سره یوه ناسته پکار ده او پۀ هغې کښې پۀ باقاعده توګه د راروان لائحه عمل سر ته رسول دي او د راروانو مشکلاتو د ختمولو دپاره اوس نه تیاري کول دي ولې چې د خادم رضوي د ګرفتارۍ حکم او د راؤانور ګرفتاري دا دواړه پۀ راروان وخت کښې د پي ټي ایم دپاره د ریاستي ادارو له اړخه د خطر وړ ګرځیدلے شي ـ

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow