د صوابئ خبريال هارون خان په ډزو وژل شوے

صوابۍ سره تعلق لرونکي صحافي هارون خان د جائيداد په شخړه په ډزو وژلي شوے دے۔ دصوابۍ پوليس تر مخه د وژلي شوي خبريال هارون ورور منظور رپورټ درج کولو په وخت وئيلي دي چي تير ماښام دوي خپل ورور هارون سره د کور مخے ته اولاړ وو چي دي محال پري ددوي بل ورور محمد علي د خپل ځامنو جواد او عماد سره په شريکه ډزي اوکړي۔ د ډزوپه نتيجه کښي هارون په ځاے مړ شوے او ملزمان په تيښته کښي کامياب شوي دي۔ د پيښي وجه د جائيداد شخړه ښودلي کيږي۔پوليس مقدمه درج کړي او د ملزمانو لټون ئي شروع کړے دے۔ د صحافي وژني په ضد د کرک پريس کلب صحافيانو نن د احتجاج اعلان کړے او د ملزمانو نيولو غوښتنه ئي کړي ده۔

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow