د صوبي لويو هسپتالونو ته د ډينګي ټيسنګ مشينونو فراهمئ احکامات

پيښور هائي کورټ صوبائي حکومت ته د صوبے ټولو لويو هسپتالونو ته د ډينګي ټيسټنګ مشينونوفراهمې او اولس ته مفت علاج ورکولو احکامات جاري کړې دي۔ درخواست کونکې ايډوکيټ سيف الله محب ترمخه د جسټس قلندر علي په مشرۍ کښې دوکسيزه بنچ تيره ورځ په يونيورسټي روډ تعميراتي کار زر تر زره سر ته رسولو حکم هم جاري کړې دې۔ تيره ورځ اورونې په وخت عدالت د پيښور ډپټې کمشنر ته د روزانه په بنياد د رپورټ پيشو کولو حکم جاري کړې۔ عدالت خپلے حکم نامه کښې دا هم وئيلې دي چې د ډينګي مخنيوي د پاره دې د صوبې مختلفو ځايونو کښې خصوصي سيلز جوړ کړې شې او د ډينګي مخنيوي اقدامات دې صرف پيښور پورې محدود نه ساتلې کيږي۔ بلخوا د ميډيا رپورټونو ترمخه چارسده کښې د ډينګي طبې له وجې يو کس مړ شوې او پيښور کښې د ډينګي نه يو سل درې اويا نور کسان هم متاثره شوې دي۔ دغه شان صوابې کښې درې، کوز دير کښې څلور او ايبټ آباد کښې ډينګي نه دوه کسان متاثره شوې دي۔ رپورټونه زياتوي چې د ډينګي مخنيوي په لړ کښې خيبر پښتونخوا حکومت د پنجاب ماهره ډاکټرانو په نګرانۍ کښې په سرکاري هسپتالونو کښي د ډاکټرانو د تربيت سلسله شروع کړې ده او حکومت د پنجاب ډاکټرانو له د اوسيدوځائي او خرڅ خوراک ورکولو ته هم تيار شوې دي۔

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow