د مينګوري فنکارو زنانو باندي د منشياتو خرڅولو تور لګولي شوي

د سوات مینګورې سیمې مرغزار ټاؤن اوسیدونکو تور لګولې چې سیمه کښې بعضې زنانه د فنکارۍ په جامه کښې دمنشیات کاروبار کوي. د سیمې ګنړ شمیر خلکو نن یوې غونډې ته اوویل چې دغه زنانه ځان ته هنرمندې ويلو سره پولیس او اولس ته دهوکه ورکوې او په پټه د منشیاتو د خرڅ کاروبار کوې. محمد رسول خان نومې یو تن په دې موقع اوویل چې سیمه کښې مختلف قسمه خطرناکې نشې ډیرې عام شوې ولې کاروباریان ئي دومره زورآور دې چې پولیس او بلدیاتې نمائندګانو ته ښکاره دهړکې ورکوي.

څرګنده دې وې چې د بنړ محلې سیما نومې فنکارې تیره ورځ یوې خبرې غونډه کښې پولیس تور لګولې وو چې رشوت نه ورکولو په صورت کښې ورته د منشیات جعلې مقدمه کښې د مور او د ورور د نیولو دهړکې ورکوي ولې پولیس دغه تورونه رد کړې وو او دا کورنۍ ئي نشه ایز توکو کاروبار کښې ککړه بللې وه.

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow