کابل جانه! ھېرول دې ڰران دي ( سمیع خان )

د پشکال نرې نرې باران وو، کله چې ماښام کورته راغلم، نو خپلې سیاہ سرې ته مې اوییل، چې افغانستان ته نه ځو؟ په مسکا شوه او بغیر له څه دویمې خبرې يې اُوییل چې ولې نه۔ بس نو بیا نور څه وو، په تادۍ یې خپل او د عایزہ پاسپورټونه سرہ د عکسونو راکړ‎و۔ وئیل يې ھله شابه چې چیرته خپل په خبره منکر نه شې۔ سھار وختی پیښور ته لاړ‎م چې ځان، عایزہ او خپلې میرمنې ته ویزہ اولڰوم۔ په پیښور کې افغان قونصل خانې ته اورسیدم، او فارمونه مې جمع کړ‎و، یو خوږ‎ ملڰري طارق افغان راسرہ ډیر کمک اوکو۔ له ھغه څخه یو نړ‎ۍ مننه۔IMG_6227

بله ورځ سھار وختی مې د پیښور نه طورخم ته خصوصی موټر اونیوو، او په یو نیم ساعت کې یې طورخم ته اورسولم۔ په طورخم کې امیڰریشن ته لاړ‎م چې خروج تر پاکستان او دخول خوږ‎ وطن افغانستان ته اوکړ‎م۔ په دې ټول پراسیس کې رانه یو ساعت اولڰیدو۔ د دې ھر څه نه پس نیغ د موټرانوں اډې ته لاڑم چې د کابل د پارہ یو موټر ونیسم۔ ډیر خوشاله ووم، چې څنڰه خپل وطن ته دننه شوم نو اول مې خپل د وطن خاورہ ښُکل کړ‎ه، او بیا مې لور ته اوییل چې دا مې ڰل وطن دې، خو ھغه خوارہ لا ماشومه وه، ځما په خبرو یې سر نه خلاصیدو۔IMG_6224

کله چې اډہ ته اورسیدم، نو زڑہ مې ډیر خفه شو، چې خپل ڰلان پښتانه ماشومان، لکه ستوري د اسمان، د مکتب په ځایې په اډہ کې په سامانونه خرڅولو بوخت وو؟ دا ماشومانان ما له ھم راغلل، چې کمک راسرہ اوکي، سامان رانه واخلي، خو کله ما نه شو کولې چې خپل درون بوج پرې لاد کړ‎م۔ بس زړ‎ه له مې په دې دلاسه ورکړ‎ه، چې خیر دې په تورہ شپه پسې رونړ‎ سھار رازی۔

د کابل د پارہ مې یو خصوصی لینڈکروزر اونیوو۔ ډراییور یې د پکتیا وو، ھغه به راته د ڰل وطن خبرې ھم کولې، او په سواتې پښتو پسې به یې راله خنداڰانې ھم کولې۔ د ناشناس موسیقۍ سفر نور ھم ډیر خوندور کړ‎ې وو، پراښه سړ‎کونه، او د سړ‎کونو دواړ‎ہ طرفونه ته شنه باغونه د جنت یو کیفیت راکوو۔ په درې ساعتو کې کابل جان ته اورسیدو۔ ما چیرته ھم کله دا سوچ نه وو کڑې چې کابل جان به ھم دومره ښاییسته یی۔ کابل جان راته دویم پیښور ښکاره شو، ښکلۍ سڑکونه، لوړ‎ لوړ‎ عمارتونه ډیر زڑہ راښکونکې وو۔ دلته به خلقو پښتو او فارسی وییله، او ھرې دویمه خبرې نه پس به یې وئیل “بلې”۔ دلته به خلقو په ھوټلو کې مفت قہوہ ورکوله، دلته وس ھم انجلې په پینټ شرټ کې ڰرزیدې، یو دقیقې له مې سوچ کوو، چیرته د یورپ په یو وطن کې خو نه یم۔
ډیر وخت مې نه لرو، نو سمدستی مې د مزار شریف بس کې زانته سیټونه اونیول، او یو ساعت پس، بس د مزار شریف په لور روان شو۔ سفر ډیر وو، او عایز به ھم تنڳیدہ۔ کله به ما اودہ کوله، او کله به مې سیاہ سرې، سفر روان وو اور ھرہ لمحه یې خوند سیوا کووکې وو۔ پورہ اته ساعته پس مونږ‎ مزارشریف ته اورسیدو، ڈیر زیات ستڑي وو، د سیاہ سرې خپلوانو راته ډیرہ په درانوي ھرکلې اوئیل۔ او یوہ خربوزه یې راباندې د ھرکلې په توڰه اوخوروله۔ د مزار شریف فروټ نه مو ډیر خوبدونه اغستي دي۔IMG_6220 دولس ورځې مو په مزار شریف کې تیرې کڑې۔ او ھرہ ورځ به مو د خوږ‎ وطن نه خوند او مزې اغستې۔ په مزار شریف کې مو د علی رضی الله تعالی عنه آرامڰاہ، بلخ کې رابعه بلخي مزار، خونخوار بادشاہ قلعه، خواجه عکاشه مزار او جلال الدین رومي د زیږ‎یدو ځائے ھم اوکتو۔ د ازبکستان باډر ته پکې ھم لاړ‎و، او بابرک کارمل جوړ‎ شوې پُل مو ھم په حیرتان کې اولیدو۔ بیا کابل ته واپس راغلو، او یو څو شپې مو په خوږ‎ کابل جان کې تیرې کڑې۔IMG_6230

کله چې خوږ‎ وطن افغانستان ته تلم نو په پیښور کې راته ډیرو ملڰرو اوییل چې افغانستان حالات څم نه دي، او که بیا ھم ضد کې او ځې نو باید یواځې لاڑ شه، واړ‎ہ د ځان سرہ مه بوزه، خو ځما به ھم دا یو جواب وو، که په خوږ‎ وطن کې مرم، نو ټول دې مڑہ شو، ما د خوږ‎ وطن افغانستان په بابت کې ډیرې داسې خبرې اوریدلې وې، چې انتحارونه کیگی، سڑکونه یی سم نه دې، انجلي یې په کورونه ناستې یې، جہالت دې، غربت دې، تورہ تیارہ، او تور ماتم دې۔ جمھوریت نشته، طالبان دي، داعش دي، ژوند والاڑ دې، خو ما کله ھم داسې څه اونه لیدو۔IMG_6223

خوږ‎ افغانستان د پرمختڰ په لاره روان دې، او د لوې ساختن نه ھیله من یم چې دا دوام دې دایمي وي۔ دلته پوھنتونونه دي، مکتبونه دې، شفاخانې او لوړ‎ لوړ‎ شاپنڰ سینټرز دي، دلته ھم “اې ټې ایم” مشین شته، دلته دولتې او ملي قدرتونه شته، دلته خلک خپله یوه مفکوره او نظر لري، دلته ھم رئیس جمھور شته، پارلیمان اور د پارلیمان وکیلان ھم شته، دلته نړ‎یوالې علاقې شته، دلته برق نه ځي، دلته انجلئی مکتبونه ته ځي، دلته سینما ڰانې، عروس ہالونه ھم شته۔ دلته د لامبو تالابونه، لوبې او د لوبو ډڰرونه ھم شته، دلته خلک په مورنې ژبه کې تعلیم حاصلوي، دلته د پښتو ژبه کې ادب، نظمونه، شعرونه او افسانې لیکلې کیږ‎ي، دلته مشاعرې، موسیقی شته۔IMG_6225 دلته خلک د سړ‎ک په سیڰنلونو ښپه نیوکه کیږ‎ي، دلته شعور او آگہی ھم شته، دلته خلک خپل په دوست او دښمن کې توپیر ھم کولې شي۔ دلته خلک خپل د تاریخ نه خبر دي، دلته ژوند دې، ښکلا ده۔IMG_6229 او ما به کله ھم دا نه وو ویئلې که چرې ما صرف میډیا کته او پخپله نه ووم راغلې۔ خوږ‎ وطن به تل داسې ښکلې او پرمختڰ به کوي که چرې جمھور رئیس ډاکټر اشرف غنی ھم داسې وی، او یو ځل بیا د خوږ‎ وطن پاچا شی۔ خوږ‎ه وطنه د دښمن دې ملا ماته شی، چې د نړ‎ئی په یو صف کې دې وردیدو ته نه پریږ‎دی۔ آمین

 

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow