چترال کښې دري ورځنې شندور ميله شروع

د چترال درې ورځنې مشهوره شندور میله نن نه شروع شوه چې پکښې ګډون لپاره په سلګونو ملکې او غیرملکې سیلانیان رسیدلې دي. نن په میله کښې شندور کښې د نړې ټولو نه په لوړ مقام جوړ ګراؤنډ باندې دوه میچونه شوې چې يو د چترال او دویم د ګلګت ټیمونو ګټلي دي. نن د میلې افتتاح د سیلګرې لپاره د وزیراعلی مشیر عبدالمنعیم اوکړه. ميلې په موقع د سیلګرو لپاره دغلته خیمې لګولې شوې او سیلګرې د میچونو سره سره د چترال ښکلا او میله کښې لګیدلې سټالونو نه هم مزې اخلي. سیلانیانو هم د میلې د انتظاماتو ستائنه کړې ولې د سړک خرابتیا په اړه ئي ګیلې کړي او وئيلي چې میلې ته راتګ په وخت ورته هر کال بونې نه تر شندور پورې سخت مشکلات رامخې ته کیږي ولې د دومره مهم سړک جوړولو ته نه خو د چترال انتظامئي تر اوسه څه پاملرنه کړې او نه د سیلګرې محکمې۔

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow