اودہ شئی ور بند کئی، مشال نه رازي ( ثناء ګلزار )

دموبائیل غږ‎ مې پام خطاء کړ‎و، باجې پيغام راواستوو، وئيل ئي ناوخته دې کړو. ما چې وخت اوکتو نو دوه ګينټي تيري شوي وې، او زه پري هډو پوهه شوي نه ووم. د مشال د مور د آهونو او اسويلو ډکو خبرو مې زړه په ګوګل دننه ټول پرهر پرهر کړے وو. هر يو ټکے يي زما د سترګو نه بي اختياره د اوښکو لړئ رواني کړي وي، او د خپو نه مې سا وتلې وه. مور يي راته وئيل چي زما اوس هم دا يقين نه راځي چې مشال مړ شوے دے او هر کله چې د کور دروازه کولاؤ شي نو په بې خيالۍ کښې ګومان اوکړم چې مشال راغے، خو چې د خيال د دنيا نه اوزم نو دنيا راباندي را تنګه شې چې زما ساه ډوبوي. وئيل پرون مې د چا دخولي واؤريدل چي مشال وادۀ کړے دے او دري بچې يي دي. نو ماته ډير ارمان راغے چې کاش دغه نښې خو يي راسره وے خو ولي ډير په کم عمر کښې رانه لاړو او دا ارمان مې هم دغه رنګ په زړه پاتي شو. د سلګو ډکو خبرو کښې يي راته وئيل، چي د هغه يو يو ياد مې په زړه ليک دے چې کله به داسې ګنړه ګونړه شوه نو هغه به ورته ډير زيات خوشحاله وو، ولي نن دغه غوبل شته خو زما مشال پکښې نشته. سلګو د مور بي بي ساه بندوله او په خبرو کښې ورته ديوال کيدي خو ولي دا خبره يي راته هم اوکړه چي زما د کور دغه مشال ته ما چرته دا سوچ هم نه کړے چې دا وحشيان به يي راله په داسي مرګ وژني، چې د وجود پرده به يي هم اخلي. د هغه د مرګه مې انکار نه وو په مرګ به يو ورځ ضرور مړ کيدو خو په داسي مرګ چې مونګ په هم ژوندو ځان سره وژني، نه شو سل. خور يي راته وئيل چې کله به چا زمونږ پسې خبره اوکړه چې دا جينکۍ ولي يونيورسټۍ ته زي نو مونږ به هم حوصله بائيله نو مشال به وئيل چې زما د ژونده څلور شپيته اصولو کښې څلورڅلويښتم اصول دا دے چې دنيا که هر څه وائي ته به خپله لاره زي. خور يي وئيل چې جينکۍ به يي په ډول سينګار کښې خوښيدي او چې کله به مونږ هم ورته لګ بي ډوله اولګيدو نو په زوره به يي راباندي ځانونه سينګار کړل. ولي نن څنګه بې سينګاره زهيري ناستي يو خو مشال نشته چې راته اوائي چې پاڅۍ او ځانونه ته پام اوکړۍ. د دوې د ژړاګانو او فريادونو دا نه اودريدونکې سلسله جاري وه خو ما نور زړه ټينګ نه کړے شو او راووتم. 

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow