انصاف ( ايازالله ترکزے )

نازو نن بيا کلي ته دَ پروګرام له پاره راغلے وهٔ، هغه دَ دې خلقو نه دَ کلي تپوس هم نهٔ وهٔ کړے، چې پېښور سره په خوا کښې دَ ډاګ کلي نه لږ ورمخکښې دے ۔ هغه ورسره تيار شهٔ ، او خپلو کسانو ته ئې ووئيل چې حٔئ چې حٔو پروګرام له نو دغه کسانو ورته ووئيل چې کسان به حٔان سره نهٔ راولې، صرف تهٔ به راسره حٔې، حٔکه چې د ډي جے کسانو ضرورت نشته مونږ سره نور دَ ګانو سسټم شته، بس صرف تهٔ راسره لاړ شه چې دَ ګډا پروګرام وکړې، نازو خو اول نهٔ تيارېدهٔ خو بيا تيار شهٔ او حٔان سره ئې يو ملګرې روان کړو، دغه دَ نازو ملګرے سم دم هلک وهٔ ۔
نازو دَ کلي په حجره کښې ناست وهٔ، په دې انتظار چې اوس به پروګرام شروع شي، خو بيا به ورته دا اندازه اوشوه چې لا خو خلق هم نهٔ دي راغونډ شوي، دا خو يو څو کسان ناست دي دومره غټ کلې ښکاري او خلق لږ دي چې ښهٔ ساعت تېر شهٔ، نو هغه کس ته ئې ووئيل چې شابه کنه پروګرام نهٔ شروع کوئ څهٔ ؟ او چې بيا لږ وخت تېر شهٔ نو کمپيوټر ډېګونه راغلل، ټول سسټم ټيک شهٔ او نازو ته ئې ووئيل چې اوس تکړه شه، نازو دَ خپل انداز مطابق شروع وکړه، ښهٔ ډېر ساعت تېر شهٔ، خو خلق را زيات نهٔ شُو، هم هغه لس دولس کسان ناست وو، نازو هم خفه وهٔ، حٔکه چې تماشبين نهٔ وو نو دوي له به پېسې څوک ورکوي ؟۔ چې شپه نيمې ته ورسېده، نازو دَ هغه کس نهٔ تپوس وکړو چې ’’دَ دې کلي خلق ولې دې پروګرام له نهٔ دي راغلې، دامخصوص پروګرام دے څهٔ ؟
هغه کس ورته ووئيل ’’کلے خو ډېر غټ دے او دا دَ کلي دَ ټولو په شريکه حجره ده، خو ټول سنبهالښت ئې دَ کلي دَ خانانو په لاس کېږي ‘‘۔
نازو ترېنه بيا تپوس وکړو ’’ د دې کلي نامه څهٔ ده ؟‘‘
هغهٔ ورته ووئې ’’دخانانوکلے ‘‘۔
نازو وئيل ’’اقباليه ! دا خو د خانانو کلے دے کنه، دلته خو ډېر خطرناک خلق اوسېږي، اوس به څهٔ چل کېږي ؟ هسې نهٔ چې دَ دې حٔائے نه حٔو او په لاره کښې مو څوک تاله ترغه نهٔ کړي، زهٔ خوډېره زياته وېرېږم ‘‘۔ اقبالي ورته ووې :’’ نازو فکر مهٔ کوه، اﷲ نه به خېر غواړو، ماسره په بډه يو تېرهٔ چاقو شته، حٔان به پرې په څهٔ چل ساتو ‘‘ نازو خپل سر له داسې جټکه شان ورکړه او پوزه ، خُلهٔ ئې تاؤ راتاؤ کړل اقبالي ته ئې ووئيل ’’ اقباليه دَ تورو خُلو مخې ته چاقو هېڅ طاقت نهٔ لري، تهٔ خو بې غمه ئې، ټول زور خو ماله دے، پته نشته چې په ما به دغه وخت څنګه تېرېږي‘‘۔
نازو او اقبالي دا خبرې کولې او په خوا کښې ئې ورسره يو حٔوان هلک ناست وهٔ، دا ټولې خبرې ئې واورېدې، دغه هلک نازو او اقبالي ته رانزدے شهٔ او ورته ئې ووئيل ’’زما نوم فرمان دے، زهٔ هم د دې کلي يم، کهٔ تاسو خفه کېږۍ نهٔ، نو يوه خبره درته کوم ۔‘‘ نازو په تادې سره ووئيل ’’څهٔ خبره ؟ ‘‘
فرمان ووئيل: ’’کهٔ ستاسو خوښه وي او پروګرام ختم شي نو ما سره به لاړ شي، زما وړوکے شان بېټک دے، شپه به په کښې تېره کړئ او سحر به وختي خپل حٔائې ته حٔئ، خو خلقو ته به څهٔ نهٔ وايئ، بيا به درپسې هلته هم راحٔي او کهٔ چرې تاسو دَ شپې اووتلې نو په لاره به درته څوک نه څوک ناست وي او بيا خو نور تاسو ته ښهٔ پته ده ۔ ‘‘
اقبالي ورته ووئيل : ’’ په تا څهٔ اعتبار پکار دے، کهٔ تهٔ څهٔ چل وکړې نو بيا ؟ ‘‘فرمان ووې ’’ زهٔ دَ دغه خلقو نه نهٔ يم او کهٔ څهٔ وکړم نو حٔائې خو به مې درته معلوم وي، دَ لارې دخلقو څهٔ پته لګي ‘‘، دَ نازو په زړهٔ دَ فرمان دا خبره ښهٔ ولګېده، نازو ووې ’’فرمانيه ټيک ده چې پروګرام ختم شي نو مونږه به تاسره غلي غوندې ووحٔو ‘‘
چې کله پروګرام ختم شهٔ، خلق خو هسې هم دومره نهٔ وو، نازو او اقبالي غلې غوندې فرمان ته اشاره اوکړه، دَ حجرې نه ووتل او فرمان سره لاړل، هغهٔ ورته په خپل بېټهک کښې دَ ملاستې پروګرام جوړ کړو۔ فرمان ترېنه کور ته لاړ او دوي دواړه په بېټهک کښې اُودهٔ شول ۔ سحر وختي فرمان چائيو سره اګۍ او پراټې راوړې، نازو دوي چې ناشته وکړه، اقبالي او نازو ورته ووئيل ’’چې ستا ډېره مهرباني، بس اوس به مونږ لاړ شو‘‘ فرمان ورته ووې ’’ اقباله تهٔ لاړ شه او نازو به دلته وي‘‘ نازو يکدم حېرانه اودرېده، په اننګي ئې ګوته کېښوده او فرمان ته ئې ووې ’’يا فرمانيه دا ولې ؟ ما څهٔ له پاره دلته ايساروې ؟ ‘‘
اقبالي هم حېران حېران کتل، فرمان ووئيل ’’ نازو تهٔ زما ښحٔه ئې، تهٔ خو به نهٔ حٔې، او اقبالے دې لاړ شي ‘‘ نازو او اقبالي اول يو بل ته او بيا فرمان ته ډېر په تعجب سره ووکتل او په يو آواز دواړو ووې ’’نازو ستا ښحٔه ؟‘‘ فرمان بيا خپلې خبرې له زور ورکړو ’’ او نازو زما ښحٔه ده ‘‘ نازو او اقبالي شور جوړ کړو، فرمان زر دَ بېټهک دروازه تاله کړه او وې وئيل ’’ښهٔ په قلاره کينئ د شور يا دَ زور ضرورت نيشته او نهٔ مو پکار راحٔي ‘‘ اقبالي ووئيل ’’ نازو څنګه ستا ښحٔه کېدې شي، دا خو هېجړا دے او هېجړا سره خو څوک وادهٔ نهٔ کوي ‘‘، نازو هم ورته په ډوډو لاسونه کېښودل او وئې وئيل ’’دا کله دې راسره وادهٔ شوې دے ، ما او تا خو په ړومبي حٔل ليدل کتل وکړل ‘‘ فرمان ورته ووئيل چې ’’دَ ډېرو خبرو ضرورت نيشته اقباليه، که تهٔ ئې نهٔ منې نو دَ کلي مشران به راغونډ کړو او فېصله به پرې وکړو ‘‘ نازو او اقبالي دَ مجبوري نه جرګې ته غاړه کېښوده، فرمان دَ کلي مشران راغونډ کړل او په بېټهک کښې جرګه جوړه شوه، فرمان ورته خپل ټول بيان تېر کړو چې ’’دا نازو زما ښحٔه ده او دا اقبالے ئې ماسره نهٔ پرېږدي، ماسره نکاح نامه شته او ما سره ئې باقاعده وادهٔ کړے دے ‘‘۔
اقبالي مشرانو ته ووئيل چې ’’دا زما ملګرے دے، نازو نامه ئې ده، هيجړا دے، دلته پروګرام له راغلې وهٔ، بېګاه شپه مو دهٔ سره وه او چې سحر شهٔ، نودهٔ دعويٰ وکړه چې دا نازو زما ښحٔه ده او بله خبره دا چې هېجړا سره چا وادهٔ کړے دے او نهٔ داسې کېږي ‘‘۔
دَ جرګې مشرانو چې ټولې خبرې واورېدې نو دَ بېټک نه لږ ساعت له پاره ووتل، چې په خپلو کښې څهٔ فېصله جوړه کړي، مشران ډېر وخت بهر ولاړ وو، خپلو کښې ئې خبرې کولې، فرمان لږ وخت له پاره ورغو، دوه درې خبرې ئې ورسره پټې پټې وکړې او واپس ترېنه راغلو، مشران چې واپس بېټهک ته راغلل نو فېصله ئې واؤروله چې ’’ نازو دَ فرمان ښحٔه ده، اوس دَ فرمان خوښه ده چې دې ورسره څهٔ کوي چې پرېږدي ئې او کهٔ نه ‘‘۔
اقبالے او نازو ډېر زيات خفه شول او دَ خفګان دَ لاسه په بېټهک کښې بې دمه پرېوتل، مشران لاړل، فرمان اقبالي ته ووئيل چې ’’که تهٔ حٔې نو حٔه لاړ شه، نازو به دلته وي ‘‘۔
اقبالي ووئيل ’’ زهٔ چرته داسې په آسانه درته نازو پرېږدم، دا به درنه خامخا بوحٔم ‘‘ ۔
اقبالے ډېر وخت په سوچ کښې ډوب وهٔ، بيا ئې فرمان ته ووئيل : ’’فرمانيه ! مشران بيا راوغواړه، دوباره به فېصله کوو‘‘ فرمان بيا مشرانو پسې جوابونه ولېږل چې سبا به بيا جرګه وي، تاسو راشئ ، شپه تېره شوه ، سحر مشران راغلل او جرګه بيا شروع شوه ۔ اقبالي دَ جرګې وړاندې خپل بيان شروع کړو چې ’’ نازو په وړومبني حٔل فرمان سره مېلاؤ شوې وه، مخکښې ئې څهٔ جان پهچان نهٔ، وهٔ دا دې دَ نازو دَ مور پلار روڼو او خوېندو نومونه واخلي، زهٔ به ومنم چې دا دَ دهٔ ښحٔه ده ۔‘‘
فرمان ته چې مشرانو وکتل، غلے پاتې شهٔ او هېڅ جواب ئې ورنهٔ کړو، صرف دومره ئې ووئيل چې ’’اقبالي ته کهٔ معلوم وي، بيا به زهٔ په غلطه يم ‘‘۔
مشرانو دَ اقبالي نه تپوس وکړو، اقبالي ته خو پته وه، اقبالي ورته په يوه ساه ټول نومونه واخستل ۔ بيا مشران دَ بېټهک نه ووتل چې په خپلو کښې څهٔ فېصله غوټه کړي او دا حٔل بيا فرمان مشرانو پسې بهر وراُوتو، دوه درې پسه پسه ئې ورسره وکړل او واپس ترېنه بېټهک ته راغو لږ وخت پس مشران هم بېټهک ته راغلل فرمان ، اقبالي او نازو ته ووئيل چې ’’ دا فېصله آخري فېصله ده، بيا به د دې نه پس دَ چا شکايت نهٔ قبلېږي ‘‘۔ دوې ټولو ورته دَ ښه دَ پاره سرونه وخوزول، يو مشر پاڅېدهٔ او وې وئيل چې نازو باندې فرمان کومه دعويٰ کړې وه، پرون دَ هغې فېصله شوې وه، خو بيا اقبالي جرګه راغونډه کړه او اُوس چې کومې خبرې مونږ واورېدې، دَ دې نه دا معلومه شوه چې نازو دَ فرمان ښحٔه نهٔ ده، حٔکه چې فرمان ته دَ نازو باره کښې هېڅ معلومات نيشته نو حٔکه دا دَ فرمان ښحٔه نهٔ شي کېدے، بلکه دا د اقبالي ښحٔه ده، حٔکه چې اقبالي ته دَ نازو ټول معلومات شته، د دې نه دا ثابتېږي چې نازو دَ فرمان نهٔ بلکه دَ اقبالي ښحٔه ده ۔ ‘‘
اقبالي او نازو بيا يو بل ته حېران حېران اوکتل چې په دې خلقو څهٔ چل شوے دے، اقبالي مشرانو ته ووئيل چې ’’اے دَ اﷲ بنديګانو دا تاسو څهٔ کوئ، کله ئې دَ فرمان ښحٔه کوئ او کله ئې زما لږ خو سوچ اوکړئ ، چې دا نازو يو هېجړا دے، يعني سړے دے او دَ سړي، سړي سره وادهٔ نهٔ کېږي ‘‘ دَ جرګې نه يو مشر په اقبال باندې سترګې راؤښکلې او په غصه کښې ئې ورته ووئيل ’’غلے کېنه وادهٔ نهٔ کېږي، ټول کړهٔ وړهٔ ئې دَ ښحٔو دي، د ښحٔو جامې اچوي نو بيا څنګه ښحٔه نهٔ شي کېدے ‘‘ دَ مشر په غصه باندې اقبالے او نازو بالکل دَ وېرے نه غلي کېناستل، مشران لاړل، نازو خفه ناسته وه، اقبالے هم ډېر خفه ناست وهٔ۔ فرمان چې دَ نازو او دَ اقبال حالت ته وکتل نو ورنزدې شو، اول ئې دَ نازو او اقبالي په زنګونونو باندې يو يو لاس کېښودو، حٔان ته ئې متوجه کړل او ورته ئې په مسکي انداز کښې اوخاندل او بيا ئې ورته ووئيل : ’’چې دَ کوم ملک په عدالتونو کښې انصاف نهٔ کيږي ، هغه ملک کښې دَ خلقو ژوند سخت شي او چې دَ کوم کلي په حجره کښې انصاف نهٔ کېږي نو هغه حجرې شړې شي، نازو نهٔ زما ښحٔه ده، او نهٔ ستا ښحٔه ده ما صرف تاته د دې حٔاې انصاف ښودو، حٔکه په دې حجره کښې څوک نهٔ کيني او پاڅي ۔ اوس حٔئ دواړه ، په مخه مو خهٔ ۔

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow