درد لرونکی اوازونه ( عدنان پایاب )

د دې محل د کهړکو نه راوتونکی زیړې رنړاګانې د بهر سړک نه ډیرې زړه راخکونکې خکاریدې،،د تعجب خبره دا هم وه چې د دې محل په سر به د شپې وریځې هم ګرځیدې خو د دې محل نه راوتونکې بې اختیاره درد لرونکی اوازونه داسې وو چې په انسان به یې ټول وجود غونې غونې کړو،،په دې اوازونو کښې یو خوند هم پروت وو خو دا خوند واقعی چې ظاهری خوند وو،،که د دې اوازونو په ژور انداز کښې مشاهده اوشی نو دا یو ډیر درد لرونکی اوازونه ثابتیدے شی،،ځکه چې دا اوازونه خو انسانی زړونه چوی،،دا اوازونه خو به د کائناتو د خالق عرش هم لړزولو کښې وروسته پاتې نه شی،،په دې کښې داسې یو درد رابند دے چې د دغې درد پوښتنه کول د دې خلقو فريضه ګنړلې شی،،د دغې درد لرونکو چغو تپوس خو به خالق د دې خلقو نه هم کوی چې تاسو په دغه وخت کښې د دغې ژړا پوښتنه ولې نه ده کړې..؟ دا خو هاغه ژړا ده کومه چې ما د خپلو فریښتو په مخکښې د انسان په تخلیق پښیمانه کوی،،په دې ژړاګانو خو زه ویم چې دا دنیا ذرې ذرې کړم،،دا آسمانونه ټوټې ټوټې کړم، دغه غرونه پوټی پوټی کړم،،دا مخلوقات د زمکې ویخ ته ورکوز کړم خو ماته دا خبره مخې ته اودریږی چې زما فریښتې به اوس ماته وایی چې دا ستا هاغه امتیازی تخلیق وو په کوم چې به تا ډیر فخر کوو،،کوم تخلیق ته چې به مونږ سجدې کولې،،کوم تخلیق ته چې مونږ ګوته په غاښ وو، د کوم تخلیق خواهش چې زمونږ په زړونو کښې راغلے دے،،مونږ خو درته وې چې مونږ ستا د عبادت دپاره پوره یو خو تا بیا هم یو ځانګړې مخلوق تخلیق کړو چې اوس پرې پښیمانه یې،،خو د دې ژړاګانو پوښتنه خو زما نه هر مازیګر کراماََ کاتبین کوی او زه په دې باندې افسوس اوکړم چې ما داسې تخلیق د خپل محبوب په قوم کښې تخلیق کړو زه خپلو فریښتو ته هر مازیګر خاموشی اختیاروم خو ته بیا هم هر څه زما د تقدیر په نوم کوې چې دا هر څه به ما ستا په تقدیر کښې لیکلی وی چې ته څه کوې نو دا به ما ستا په تقدیر کښې لیکلی وی..؟ نه..نه.. ما دا ستا په تقدیر کښې نه دی لیکلی ما تا له عقل او شعور درکړے دے،،ما تا له پیغمبر درلیږلے ما تاله خپل کتاب درلیږلے،،ته به د خپل عقل په زور په ښه او بد کښې تمیز کوې خو ته هر یو بد کار زما په نوم زما لیکلی شوی تقدیر کښې شامل کړې،، په دې بې اختیاره اوازونو باندې به خالق هم ډیر غصه کیږی او مذکوره بالا خبرې به ډیر په افسوس سره په خپل نیازبین او ځانګړی تخلیق پسې کوی ځکه په دې خو به خالق د خپلو فریښتو مخکښې خاموشه وی ځکه چې زمونږ په سر خو خالق ډیر فخر کوو،،مونږ خو خالق ډیر په ځانګړی حیثیت باندې تخلیق کړی یو،،زمونږ هر اواز خالق ډیر په مینه اوری،،زمونږ هر کار خالق په نیمه خله کوی خو مونږ خپل خالق د خپل تخلیق مخکښې خاموشه پاتې کولو کښې بیخی شاته نه پاتې کیږو ځکه چې د خالق یو تخلیق د کور په مینځ کښې په یوه کمره کښې د زیړو رنړاګانو په موجودګۍ کښې د خالق بل ناقص العقل تخلیق نه د هغه د قانون او د خودلی شوی قواعدو خلاف چغې اوباسی.

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow