د ډاکټر ھمدرد صیب د پرانستې لیک جواب ( ممتاز اورکزے )

ډاکټر ھمدرد یوسفزئی صیب لیک دې را اورسيدو .په داسې حال کښې چې ما دا دوه شپې خوب نه دے کړے .خو ستا د ليک جواب د بې خوابۍ په دې اذيت ناکو لمحوکښې ځکه درکوم چې اذيت مې ستا د اذيت سره اوږه په اوږه روان شي
جاني … په سوات کښې کښي مې دوه شپې اوکړې .د بدها هغه سټوپه مې اوليده چې د سوات يو اصلي بچي په نرينه هڅو د اوياو بمونو نه بچ شوه ،،زه د سټوپې سره اودريدم .او بدها لالا ته مې وييل چې ستا ايره يې هم دوړه کوله .خو ستا په وارثانو کښې لا ننګ شته ….بې غمه اوسه ايره به دې سلامته وي

جاني ..د سوات ميوزيم له مينځه تلو خو د سواستو هم هغه نر ساتونکي په پينځو ورخو کښې ټيکسلا ته منتقل کړو ..نن د سوات ميوزيم محفوظ دے …جاني ..په ملوک اباد کښې مې شپه وه ..سحر پاڅيدم د دکانونو شټرې ډاون وې …او په تکو شنو بيرغونو لړلي وې ….ما وييل بشير لالا دا څه دي؟؟ وييل يې ممتازه په شنه زور يې کړي دي ….
جاني …مازيګر دے .مينګوره ده او ګرين چوک دے .زه غوڅ سرونه وينم .د خلقو بير و بار دے خو زه ډاريږم .يو نا محسوس خوف دے .چې له هر ګوټ پيره ماته داسې ګوري لکه چې زما په لټه کښې وي …
جاني ……منګلور دے ..يو عالم .چې پيځه د ماسترۍ ډګريانې لري او په خپل کلتور ورک ميين دے . د پنځوسو کتابونو مصنف دے . او د خپلو کتابونو د چاپ ارمان په زړه کښې ګرځوي …
جاني……‌مازيګر دے .د بڼ محله ده . خو موسيقي مړه ده .رباب کډه اوړے ده . غزاله شهيده ده .او د شهيدې وينې خوشبو د بې حسۍ ماتمي لباس اچولے دے …اخ جاني ..خوشبو په ماتمي لباس کښې

جاني ……چيک پوسټ دے ..زما په لاس کښې شناختي کارډ دے .او زه په خپل وطن کښې ځان يو بد ترين غلام محسوسوم ..په خپل وطن کښې د غلامۍ احساس بد ترين مرګ دے .او زه څو ځله په بد ترين مرګ مړ شوم …..انا لله و انا اليه راجعون

جاني …….مرغزار دے ..خو د مارغانو اوازونه نشته ….مارغان د توپو په خولو کښې جالې نه کوي …..
جاني د ايلم غر دے ، او ګنګوسې دي چې هلته بيا هم هغه څۀ روان دي .د کومو د لاسه چې دسوات نيازبينو د صوابۍ په کيمپونو کښې د نمر ستم زغملے وو
جاني …سندره مړه …
جاني …قلم مات
جاني… کلتور د ګواښ سره مخ
جاني …منورين د د تور ترينو د مطالمو ښکار
جاني…يا قربان ..قرباني شوے
جاني…..جاني ..جاني
مونږ ته يو اميد را پاتې دے
جاني ،،اميد شه …نشته ،،ن شته ،نه نشته…بې باوره اميد
جاني ..د اويا کلن ظلم ښکار بيدار ذهنونه ويکټامايز دي
جاني…حساس زړونه وينې دوړوي
جاني ..ماسک مه لرې کوه ..
جاني ..تا سرجري هم کنډکت کړي دي ..د وطن سرجيکل پروسس به دې ساه ډوبه کړي
جاني ،،،،،کور ته لاړ شه ..مور بي بي ښه وايي .حالات ښه نه دي
جاني……زه درسره بدرګه لاړ شم ؟؟ خو بيا به زما بدرګه څوک کوي ؟؟؟
جاني …ورځه ورځه ….که سحر ژوندے وې .او ژوندے وم نو نورې خبرې به بيا اوکړو
جاني…که مړ وم جنازي ته مې مه راځه حالات ښه نه دي ..او که مړ وې نو زه هم نه درځم .حالات ښه نه دي ….
جاني ….شپه دې په خير ،،،،شپه دې په خير

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow