سيد سخي مرجان حريفال

 

څوک مو ويني خرڅوي، څوک مو هډونه
ډېر مو کلي ورانوي، ډېر تاریخونه

ډېرو داسي هیله هم لا راته کړې

رانه وړي مو محلونه او لالونه

زما به هم سر او لاسونه،پښې وي ماتې

ته چي وړې رانه سیندونه او جګ غرونه

دوی به ستا وطن بدل په کنډوالو کړي

پورته ویښ سه اې پښتونه اې پښتونه

په افسوس به لا دا هم درته ووایم

څنګه ورک سول اتڼونه،ګودرونه

خو بس زموږ له شاعرانو نه هېرېږي

ده لیلا سپین مړوندونه،شنه خالونه

تر دې زیاته ظلم نه وینم مرجانه

چی له موږ وړي قلمونه،کتابونه

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow