ممتاز اورکزے لالا ته یو پرانستې لیک ( ډاکټر ھمدرد یوسفزئی )

محترم ممتاز اورکزے لالا

زړه مې وریت پریت دی ،د ژوبل ژوبل پرهرونو نه مې لا اوس هم غوټۍ غوټۍ وینه څاڅي …..
دا دی اوس مې یو سل او درې تبه هم ده ته داسې فکر اونه کړې چې زه دا خبرې د شېبرۍ تبې د تاوه لیکم
دا خو د هغه درد د تاوه لیکمه چې ته یې هم ژاړې او زه هم
دا خو هغه درد دی چې مونږ خوب ته نه پرېږدي
دا خو هغه غم دی چې ته ورته د تېرو شپته کاله قېصه وایې چې څه وو؟
دا هر څه چا اوکړل؟؟؟
دا هر څه د چا په وینا اوشو
ګرانه لالا ….دا دې زه د سوات د سېند په غاړه ناست تاته لیک لیکمه … د سوات د سېند دغه اوبه ما اورېدلي دي چې داسې رڼې وې چې خلکو به ورته د دغه رڼو د خاصېت په وجه  سواستو  وې او بیا دغه سواستو د ی یوسفزو د خاورې نامه  سوات شوه لالا ړندو خلکو ته به نن دغه اوبه هم رڼې ښکاري خو زه چې ګورم دغه اوبه تکې سرې دي عین داسې سرې لکه د خدایې خدمتګارانو. د جامو رنګ عېن داسې سرې دي لکه ستا وینې وېنې زړه عین داسې سرې دي لکه ژوبل ژوبل کابل. وېنې پنځه دېرش کلن تارېخ لالا دغه اوبه نه وږم راځي د  وینو وږم دغه دي چا په څوک حلال کړې د دغه دی د وخت شیر عالم پکښې بې ګناه مېمونۍ حلاله کړې ده
دا دې ما ماسک په پوزه کړو. د دې د پاره نه چې زه به ناروغه شمه یا د وږم مې بد راځی بلکې د پاره د دې چې دا زما د ورور د وینو وږم دی
دا راته د سوات حلال حلال ټول روڼه رایاده وي
ممتاز لالا
ته خبر یې دغه پورې چې ښکاري دغه د منګلور کلی دی دغه کلې د سوات د یو لوې محقق ژب پوه ادیب مورخ پرویش شاهېن کلی دی
چې وررسره د زرګونو په حساب کتابونه مجسمې تارېخ ادب خوندي پروت دی. مرګ خو حق دی. زمونږ د بې حسې انتها خو دا ده چې داسې څوک نشته چې دغه کتابونه خوندي کړي. یو صحافي ملګري پکښې د حکومت پاکستان نه مطالبه هم اوکړه چې دغه کتابونه او مجسمې او تاريخي نورات په خپل ساتنه کښې واخلي. ما سوچ کوو چې دا خو به داسې کار اوکړي لکه چې زه ترې پوزه غوڅوم او ته رانه چارګل غواړئ
خو څه کړې لالا خلک په کتاب څه کوي.
خلک پېسې ګټي او په کتاب کښې خو چا وې خزانې وي خو زما په خیال چې خزانې پکښې وي خو #پېسې خو پکښې نه وي کنه
لالا ناوخته خو دی مور مې راته وې په وخت کور ته راځه حالات ښه نه دي …….
ما وې هو مورې حالات خراب دي بس د سېند غاړې ته ځمه ممتاز لالا ته خط لېکمه جو راځمه
ممتاز لالا هغه وینه کنه دغه ګونځې ګونځې وښتو والا چې راروان دی
دا پېژنې دا عثمان اولسیار دی لالا
دې خو یوازې راوان دی خو د
ځان سره خبرې کوي
دې وایې سوات خو ورک دی
سوات خو چرته پخوا به وو اوس نشته
ما ته هم داسې وي
زه چې ورته وایم اولسیار صېب څه ګورې او څه وایې
جواب کښې وایې
سوات ګورمه نو
زما سوات چرته ورک شوې دی تا خو نه دی لېدلې
؟؟؟؟
زه وایم هو هو دا سوات دی کنه دغه ګوره سېند دی
دا راپورې فضا ګټ دی دغه پورې مام ‌‌‌‌‌‌ډهېرۍ ده
نه نه نه نه
همدرد جانه!! دا سوات نه دی
تا جوړې سوات نه ‌ؤ لېدلې
دا خو سوات نه دی
دا خو سرېنګر دی
دا خو د لفټ راېټ لفټ پرې‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ شناخت دی
لالا دا زمونږ په جېبونو کښې ته وینه پاس په سر شناختي کار‌‌‌‌‌‌‌ډونه پراته دي
ما او عثمان لالا به اوس خپله اېی ‌‌‌‌‌‌ډنټټي شو کوو identity
چی دا مو شو کړه نو هلو به کور ځو
مونږ خو د سندرې ټپې غزل خلک یو
خو زمونږه سندره مړه شوه
خو زمونږ ټپه حلاله شوه
خو زمونږ غزل باندې قدغن دی
ځکه خو وینې وېنې یو
لالا ځمه کور ته ناوخته دی
بیا به مور راته غصه وي
چې حالات ښه نه دي
ته کور ته په وخت ولې نه راځي
ما وې تاته به خط اولیکم
خو ناوخته دی
نو بیا به درته اولیکم

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow