قندیل بلوچ او ناصر خان جان ( نوربادشاه يوسفزی )

د قنديل بلوچ روسته د دير يو ځوان د خلکو زړونه چپه کړي
د پښتونخوا دير سيمه چې په ښکله, محنت, مزدورۍ, ځنګلونو, غرونو کرکارونده او تعليم کې يو ځانګړۍ نوم لري په نورو شعبو کې هم لا چا کمه نده, د دير سيمې که يو پله ښه وکيلان, پروفيسران, لوبغاړي, سياستدانان زېږولي نو بل اړخ ته ناصر خانجان په نوم ځلمی يې هم زېږولی چې د خپل جادوئی غږ, فعاليت د ويډيو د لارې خلکو ته رقم رقم چلونه ښايي, سندرې,ګډاګانې او طبي مشورې وړاندې کړې چې په زرګونو خلک يې يوه يوه ويډيو ګوري او خپل نظرونه پرې ورکوي.

په داسې حال کې چې پښتنې سيمې د سخت مذهبي افراطيت ښکار دي او د ناصر خان جان په شان کسان که هلته خپل ازاد خياله ويډيوګانې او انځورونه خپاره کړي ژوند يې د خطر سره مخ کېږي, ناصر خانجان چې وس وخت کې يو پيسبوکي ستورۍ ماډل دی د هغه سره مونږ د هغه د سرګرميو او ژوند په اړه لنډه مرکه کړې.

14302604_1056295504407238_1402396542_nناصر خانجان چې د دير سيمې اوسيدنکۍ دی 30 کاله عمر لري او د انټرنيشنل ريليشن کې د ماسټر پارټ 2 سټوډنټ دی وايي د ويډيوز د لارې خپل صلاحيتونه نړۍ ته ښکاره کولو سره سره په ټولنه کې د مظلوم خلکو غږ پورته کوم تر څو روان استخصال ختم کړې شي, په خلکو کې هغه پټ صلاحيت راوپروي چې د شرم يا د احساس کمترۍ د پاره يې په زړونو کې پټ ساتلي, دې وايي هر انسان خپل صلاحيتونه لري چې زمونږ د ټولنې ځني خرافاتو, د تعليم نه شتون يا بيا د سفارش او رشوت په وجه خلکو په زړونو کې ساتلي او کولای نه شي چې يې ښکاره کړي خو د هغې ښکاره کولو لپاره نن سبا سوشل ميډيا يوه ښه او وړيا لاره ده چې انسان پرې خپل صلاحيتونه ښکاره کولې شي. چې ما يې پيل کړې.

14256625_1056295577740564_1167498771_nناصر خانجان وايي غوښتل يې چې ميډيا, اکټر يا ماډل جوړ شي خو د ګڼ شمير ډايريکټرانو سره د اړيکو روسته کوم ډايريکټر يې کار ونکړ ولې چې هغه سفارش نه درلود او هغه د يوې ميډل کلاس کورنۍ سره اړيکه ساتي.

ناصر خانجان چې په پيسبوک ډېرې عجيبه ويډيوګانې خپره وي او ورسره داسې انځورونه خپره وي چې خلک پرې نيوکه کوي نو ډېر خلک ورته د پيسبوک د کمنټو د لارې بدې ردې وايي, او د وژلو ګواهونه ورته کېږي, څو ځله پرې خلکو وارونه کړي, خانجان وايي تيره ورځ پرې يو کس د پنجې وار ورکړو چې تندۍ يې پرې خوږ شو, روسته چې کله روغنتون ته ولاړو نو ډاکټرانو ورسره هم د هغه د ويډيوز او انځورونو په اساس ښه سلوک ونکړو, ناصر خانجان وايي خلک يې د کمنټونو او تشدد د لارې مخه نيسي او حوصله يې ماتوي.
خانجان وايي ځه څوک نه وژنم, چاته نقصان نه ورکوم, د چا د پاره بد فکر نه کوم بيا ولې خلک زما د پاره بد فکر کوي؟
دوي وايي د کلي ملا يې هم کورنۍ ته وئيلي ته چې ناصر خانجان دې د ويډيوګانو څخه لاس واخلي.

14302501_1056295531073902_1720065918_nپاکستان هم يو د هغه هيوادونو څخه دے چرته چې د هنرمندانو ژوند سخت د خطر سره مخ دی, څه موده وړاندې د پاکستان په ملتان ښار کې د قنديل بلوچ په نوم يوه ماډل چې خپلې ويډيوګانې يې خپرولې او د ښځو د حقونو او ازادۍ د پاره يې مبارزه کوله و وژل شوه, ناصر خانجان هم هغه شان د يو امن د لارې مبارزه کوي او ډېر خلک خانجان ته په دې نظر ګوري چې ګني دوي به د قنديل بلوچ ځای ونيوي.

د يادونې وړ ده چې د قنديل بلوچ روسته ناصرخانجان په سوشل ميډيا د خلکو د توجه وړ ګرځيدلې خو ناصر خانجان د دولت څخه ګيله من دے هغه ته امنيت ښه نه دے او د سکيورټي غم دې وخوړل شي.

مرکه نوربادشاه يوسفزی

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow