امریکايي نظامي کارپوهانو په پټه له ایرانه لیدنه کړې ده.

ایرانۍ سرچینې وايي : څو ورځې وړاندې یو امریکايي پلاوي، چې له  ۹ کسو څخه جوړ شوی وو، ایران ته  راغلې وو او له ایراني چارواکو سره یې پټه او محرمه لیدنه  درلوده، په دې لیدنه کې  دواړو خواوو دبوینګ  الوتکو دپېراو پلور په اړه خبرې کړې دي.  دیادونې ده، چې  په پلاوي کې دوه امریکايي نظامي کارپوهان هم وو، سپاه پاسدارانو ته نږدې سرچینې هم په پلاوي کې دنظامي کسانو دشتون خبره کره کړې ده.

تسنیم انلاین ، چې دایران امنیتي ارګان ته نږدې ویبپاڼه ده لیکي:  یو امریکايي پلاوي  له تهران څخه لیدنه کړې ده، ویبپاڼې دپلاوي دنیت او پلان په اړه شک څرګند کړی دی، ځکه دوه تنه یې نظامي کسان دي.

په پلاوي کې اقتصادي، حقوقي  کارپوهان او دبوینګ شرکت  چارواکي شامل دي، دوی له ایران سره د ۱۰۰ بوینګ الوتکو دخرڅلاو په اړه خبرې کړې دي، ایران غواړي، چې ۱۰۰ بوینګ الوتکې راونیسي.

دا امریکايي پلاوی داسې مهال پلازمینې تهران ته راځي، چې دایران مذهبي مشر علي خامنئي هره اونۍ پر امریکا نیوکې کوي،

سپاه پاسدارانو ته نږدې ویبپاڼه لیکي:  د دواړو خواوو ترمنځ د بوینګ الوتکو د قرارداد خبره طبیعي خبره ده او پای وروستي پړاو ته ورسیږي، خو په پلاوي کې دنظامي کسانو شتون داندېښنې وړ  خبره ده، دا لیدنه  دکورنیو او بهرنیو خبري رسنیو له سترګو پټه ترسره شوې ده.

اوس پوښتنه داده، چې  ایا تهران  په پلاوي کې د امریکايي نظامي کسانو، چې  “Donald Galvanin” و”Raymond Wolber” په نوم کسان په کې دي.

اوس بله پوښتنه داده، چې سپاه پاسداران  او وزارت اطلاعات پردې نه پوهیدل، چې په  دې پلاوي کې  نظامي کسان  هم شته  که داسې  وي، نو بیا خو دایران اطلاعات ډیر کمزوري دي.

تسنیم انلاین، چې  دامنیتي مسایلو په اړه مالومات خپروي لیکي:  دونالد ګالفین، نظامي کارپوه دی، له ۱۹۴۷ ز څخه نیولی تر ۲۰۰۱ ز پورې یې د ۲۷ کلونو لپاره په امریکايي پوځ کې دنده ترسره کړې ده. رایمونډ والبر، چې دامریکا دسمندري ځواکونو داتومي اوبتل مشر دی.

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow