د افغانستان نوموړے انځورګر . استاد مرتضی پرديس ( عطاءالله جان اېډووکېټ سوات )

استاد مرتضی پرديس د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهن ځاے استاد وۀ.په خټه احمد زے پښتون افغان دے.د لوے کور د بد مرغيو په 14141728_1108451925914435_1638596382989884221_nدوره کښې مجاهدينو خپلمنځي کورنيو جهګړو کښې د ګران استاد کور ته اور واچوۀ او هر څۀ يې ورله په اور ستي کړل.استاد سره د خپلې 14192613_1108452009247760_1408759508375427976_nکورودانې او اووۀ بچو ګاونډي هېواد پاکستان ته کډه وکړه او هلته يې خپل هنري کار ته دوام اوبخښه.په په پاکستان کښې استاد پرديس په 14100293_1108452135914414_7423077951230408867_nوړومبي ځل د ګولډن جوبلي جايزه اوګټله او د نوموړي پښتون قام پرست سياسي مشر اوانقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک په لاس يې 14095797_1108452459247715_5795808347841707036_nدغه جايزه واخسته.دلته د ډېرو هنرمندانو او سياسي مشرانو سره يې نزدي اړيکې لرلې چې په خاصه توګه د ارواښاد خان عبد الولي 14199404_1108452425914385_1553536465898255795_nخان,اجمل خټک,اغلې بې نظير بهټو ,ښاغلے جمال شاه,شفقت محمود,ارشادحقاني اوکشورناهيدپه کښې د ذکر وړ دي..په کال 1999 14142004_1108452549247706_7072985392728111236_nکښښې استاد پرديس د امريکه په کلتوري مرکزU.S. Cultural Center کښې د خپلو انځورګريو يو نندارتون راجوړ کړو هلته د امريکه په
14183684_1108452925914335_6770204431217659053_nسفارت کښې دنده لرونک م
شرانو استاد له امريکه ته د تلو بلنه ورکړه او زمينه يې ورته برابره کړه.ورستو ښاغلے امريکه ته په کډه لاړو او تردې دمه هلته ميشته دے.په 14202522_1108452759247685_2996834142914324700_nکال 2003 کښې استاد پرديس په روچسټر نيويارک کښې د انځورګريو په فيسټيول کښې ګډون وکړو او د اوبو د رنګونو په انځورګرۍ کښې يې وړومبۍ جايزه وګټله. .نوموړے د انځزرګرۍ په ډګر کښې په نړيوال کچ يو ځانګړے مقام لري.په امريکه کښې دهنرمندانو د اتحاديې دوه 14184480_1108452982580996_6977133903047366872_nکاله ريس پاتې شوےدے.هم په غوړو رنګونو او هم د اوبو په رنګونو ډېرې خوندورې او معنوي انځورګرۍ تخليقوي.د خپلو اتلانواود خپل هېواد د ښکلاګانو او بد مرغيو,په افغانستان کښې د بشري حقونو ترخپولاندې کؤنه او د ښځو دحقونو دغصب کولوعکاسي په زړۀراښکونکي او ا14211963_1108453002580994_1537501505857968746_nغيزناکه انداز کښې کوي .په ټوله نړۍ او بيا په تېره تېره په خپل ګل هېواد افغانستان کښې د سولې,امن,خوشالۍاو قلارۍ خپل خوبونه د خپلې ټولې پښتنې مينې او افغاني هوډ سره د خپلو ټولو هنري استعدادنو د کېنوس غېږې ته سپاري.په ګران هېواد چې د جنګ او کرکې 14184386_1108453095914318_6654485365705777426_nکومې بدموره بلا د تېرو څو لسيزو راهسې پنجې خښې کړېدي د هغې مکروه څېره يې د خپل رسا او هوسا فکر او هنري توان په لار ټولې نړۍ ته څرګنده کړې او بربنډه کړې ده.په نړيوالو جريدو او اخبارونو کښې يې د کار په اړه خپرونې شوي او کار او زيار يې ستائېلے شوے. د 14202780_1108453149247646_5097569094883757699_nانځورګريو کتاب يې د “خاطرات روي کينوس” په نامه په انګليسي ژبه په کال 2011 کښې خپور شوے دے. په دغه کتاب کښې د نوموړي 500 انځورګرۍ چاپ دي.دا په امريکه کښې د افغاني کلتور په اړه وړومبے چاپ کتاب دے. .نوموړے د انځورګرۍ تر څنګ په پښتو او دري ژبو کښې 14102216_1108451859247775_3519717443761219501_nشعرونه هم وايي.استاد پرديس څۀباندې يونيم زررسمونه(انځورګرۍ)لري اودا ارمان هم لري چې بېرته خپل خوږ وطن ته راستون شي .خوشاله او سوکاله ژوند ورته غواړم.

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow