ارواښاد نظار شاه منصورې د پاره ختم القرآن او د مفرت د پاره دعا

نن د جمې په ورځ په ، ـ۲۶ـ- ۸ — ۲۰۱۶
باندې د دریو بجو نه تر ماښام اوو بجو پورې په پاکستانې سنټر شارجه کښې د ځوانې مرګ شاعر ملګرې ارواښاد نظار شاه منصورې د پاره ختم القرآن او د مفرت د پاره دعا وشوه چې پکښې د شاعرانو صحافیانو نه علاوه په سوونو پښتنو ګډون وکړو . څنګه چې د ارواښاد نظار14068482_832497413517029_5117099599564116984_oشاه منصورې په ناساپې مرګ باندې د اماراتو پښتو ادبې ټولنې هر غړې غمژن او خفه دې نو دغسې د هغه د شخصیت ، د کار او زیار نه خبر هر پښتون پرې خفه او غمژن دې . د اواښاد نظار شاه منصورې په ژوند او فن باندې د اماراتو پښتو ادبې ټولنې ستر سیکټر خالد خان 14124247_832497343517036_6582606849543725168_oحثرت صیب د پاک پښتو ادبې ټولنې صدر سلطان باشخیل صیب او د شمشاد ټې وې منیجر نظار یوسفزې صیب خبرې هم وکړې .
نظار یوسفزې صیب په خپلو خبرو کښې وویل چې زما په اماراتو کښې پینځه دریش کاله وشو خو ما دومره دړمن او غمژن خلک په چا نه وو لیدلې لکه څومره چې په نظار شاه منصورې دې او نه مې دومره پښتانه د چا په جنازه لیدلی وو لکه څومره چې د نظار شاه منصورې په جنازه کښې وو د هغې غټه وجه دا ده چې یو خو هغه زمونږ نه ډیر په ناساپې مرګ لاړو بل ځوان او دریمه غټه خوبې خو یی دا ده چی هغه یو پښتون شاعر وو د خپلې مورنې ژبي خدمت یی بغیر د څه لالچه ښه په نره باندې کوو او چې چا هم د خپلې مورنې ژبې خدمت ، د کلتور خدمت او د خپل اولس خدمت په نره باندې کړې دې نو هغه د هر چا په سینه کښې ځائ پیدا کړې دې . نظار یوسفزې صیب د پښتونخوا د حکومت نه د ارواښاد نظار شاه منصورې د بچو د پاره د وظیفی مقرر کیدو غوښتنه هم وکړه هغه ووې چې مونږ د پښتونخوا د 14115615_832496736850430_1906178811239761361_oحکومت نه دا غوښتنه کوو چې د ارواښاد نظار شاه منصورې د بچو د پاره دې وظیفه مقرر کړې ځکه چې هغه د دي پښتنې خاورې بچې وو ډیر په نره یی د پښتو خدمت کوو ناستو په سوونو کسانو د دې غوښتنې تاید وکړو نظار یوسفزې صیب دا هم پخپلو خبرو کښې وویل چې مونږ له پکار دې چې د ارواښاد نظار شاه منصورې د بچو په نوم بینک کښې یو ایکاونټ جوړ کړو نو دا به هم ښه وې ځکه که په نړې کښې میشته پښتانه د هغوې سره مرسته کول غواړې نو دغه ډیره اسانه لاره ده .د دې نه علاوه د پاک پښتو ادبې ټولني صدر سلطان باشخیل صیب پخپلو خبرو کښې وویل چې د نظار شاه منصورې غم زمونږ د ټولو په شریکه غم دې څنګه چې مونږ پښتانه د یوبل په غم راټولیږو نو پکار ده چې دغسی د یو بل په خوشحالئ کښې هم ګډون کوو هغه ووې زما نه چې څومره کیږی نو زه هر څه ته تیار یم تر دي پورې که د یو پښتون زما په وینه زما په ژوند کار کیږی نو هم تیار یم .
مولانا ذاکر الله صیب هم په دی موقعه بیان وکړو او د ارواښاد نظار شاه منصورې د پاره یی د مغفرت دعا وکړه .
د دې نه علاوه د پښتون ویلفر او د پاک خیبر وینګ مشرانو او غړو هم د ارواښاد نظار شاه منصورې په دعا مغفرت کښې ګډون وکړو .
په اخره کښې نظار یوسفزې صیب د اماراتو پښتو ادبې ټولنې لخوا او د خپل کلې شاه منصور لخوا د ټولو راغلو په سوونو پښتنو ، د جې لالا د ټي وی د ټول ټیم ، د پاڅون ټي وې ، اتڼ ټي وې ، د خیبر نیوز او د شمشماد ټې وې د زړه د تله مننه وکړه .
د اماراتو پښتو ادبې ټولنې ټول غړې د راغلو سوونو کسانو د زړه د تله مننه کوې .

دوست محمد دلسوز

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow