راشد رحماني….. د لوے افغانستان نوموړے او پياوړے انځورګر ( عطا۶ الله جان )

افغانان د خپل وطن سره بې کچه مينه لري.زما د معلوماتو تر مخه د نړۍ پر مخ وجود لرونکو هېوادونو کښې افغانستان يو داسې ملک دے 13920601_1092134000879561_7538518392106406653_n
ددغې وطن شاعرانو يې تر بل هر هېواد زياتې د وطن د مينې نغمې ليکلې دي او سندرغاړو يې په خپلو خوږو غږونو د زړۀراښکونکو طرزونو او سازونو سره ويېلي دي.او ددې لويه وجه شايد چې د لوے افغانستان فطري او قدرتي ښکلا ,لرغونے او وياړلے تاريخ او شتمند کلتور 13887068_1092134034212891_1936417895620156998_nدے.يوه بله لويه وجه يې دا هم ده چې د ډېرې مودې راهسې د لوے افغانستان ښايستونه د پردو جنګونو په سرو لمبو کښې ګېر دي او د لوے کور اوسيدونکي په شته کور کښې بې کوره او در په در په پردو هېوادونو کښې د مسافرۍ او مهاجرت د زړۀ چاودونکي ژوند په تېرولو مجبوره دي.
13892005_1092133924212902_1132865720698172283_nد زيبا هنرونو سره حلقه لرونکي د نورو خلکو نه زيات احساساتي وي او ذوق جمال يې هم تر نورو سېوا وي.د هرات ولايت انځورګر ملګرے 13925169_1092134244212870_1880202052772055205_nراشد رحماني د خپل ګل ګل افغانستان د قدرتي ښکلاګانو,لارو کڅو,دود دستور,او خپل اولس سره بې کچه ډېره مينه لري او دغه مينه د خپل هنر په لار د ټولې نړۍ سره شريکوي.نوموړے ملګرے د اوبو رنګونه داسې په هنر سره کاروي چې کتونکي يې انځورګرۍ ته په کتو نۀ 13912336_1092134437546184_2633238287568116732_nمړيګي.د خپل وطن ښايسته لېنډ سکېپ,د خپل وطن لارې کوڅې,بازارونه,خپل خلک,خپلې لوبې ,خپل محفلونه يې دومره په هنر انځور کړي دي چې سړے وايي ګنې زۀ په ګل ګل افغانستان کښې روان يم او دا هر څه په خپلو سترګو وينم.ژوندے دې وي راشد جان او د سايل 13925377_1092134464212848_8269920826055780678_nصېب دا شعر ورته ډالۍ چې
سو زره کاله لکه بت په ځاے ولاړ پاتې شوم
ما انتظار ستا د نظر د تندرونو کووو13901536_1092132004213094_8249323196241844012_n

د خپل رائې اظهار وکې۔

Powered by Dragonballsuper Youtube Download animeshow